Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رویټرز: امریکا د افغانانو د بیا مېشتېدو یا (CARE) دفتر د تړلو پرېکړه کړې

د امریکا دولت پرېکړه کړې چې، په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو یا «CARE» دفتر چارې د روان کال تر اپرېل میاشتې وځنډوي. او که‌چېرې دغه پرېکړه عملي شي، ۲۰۰ زره افغانان به امریکا ته د تګ فرصت له لاسه ورکړي.

په دې پرېکړه کې د هغو افغان - امریکايي نظامیانو د کورنیو غړي او همداراز زرګونه هغه افغانان چې، په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکا دولت لپاره کار کړی، شامل دي.

د رویټرز د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د پخوانیو پوځیانو او مدافع ډلو د لوی ایتلاف بنسټ ایښودونکي وانډایور چې د امریکا له حکومت سره د بیا مېشتېدو په برخه کې همغږي کوي، ویلي چې د پاملرنې او عملیاتو پایداره هرکلي له دایمي بندېدو سره به ښايي د شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته له تګه بې برخې کړي. په دې شمېر کې ۱۱۰ زره کسان په افغانستان کې دي، ۴۰ زره په دوحه کې د الوتنې لپاره تایید شوي، ۵۰ زره یې په نږدې ۹۰ نورو هېوادونو کې او نیمايي هغه یې په پاکستان کې دي، چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې ارزونې ته په تمه دي.»

د امریکا د کډوالۍ دوسیې یو تن لرونکی طلوع‌نیوز ته وايي:«له پرون راهیسې د بیا مېشتېدو ادرې چې، په امریکا کې د افغان کډوالو لپاره کار کاوه، د لغوه کېدو په هکله یې اندېښنې رامنځته کړې دي. او دغه کار موږ هم سخت اندېښمن کړي یو.»

د افغانانو د بیا مېشتېدو یا (CARE) دفتر، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته جوړ شو، تر اوسه یې د ۱۱۸ زره کسانو له بیا مېشتېدو سره مرسته کړې او اوس مهال زرګونه افغانان په قطر او البانیا کې د همغږۍ په مرکزونو کې امریکا ته د لېږد په تمه دي.

بل لور ته په جرمني کې د اپوزیسیون ځينو سیاستوالو د پناه غوښتونکو د ایستلو د شونتیا لپاره له اسلامي امارت سره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د جرمني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې په دې برخه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې روانې دي.

خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په جرمني کې د افغان کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي په دې هکله وویل:«د افغان کډوالو د پراخې ایستنې لپاره د جرمني سیاستوالو غوښتنه د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ او ناعادلانه ده. ټول کډوال مجرمان نه‌دي او باید د سیاسي سیالیو او ټاکنیزو مبارزو قرباني نه‌شي. د بشر امنیت او کرامت باید د کورنیو سیاستونو ښکار نه‌شي. جرمني باید د بشري حقونو پر اصولو ولاړ پاتې شي.»

د بیا مېشتېدو د دفتر تړل کېدل د هغو ۲۰۰ زره افغانانو پر وړاندې د سفر د لارې بندولو په معنا دی، چې د ویزې یا پناه غوښتنې لپاره تایید شوي دي. دا پرېکړه ښايي له افغان متحدینو سره د امریکا پر اړیکو او د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د امریکا پر باور ناوړه اغېز وکړي.

د افغانانو د بیا مېشتېدو یا (CARE) دفتر، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته جوړ شو، تر اوسه یې د ۱۱۸ زره کسانو له بیا مېشتېدو سره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه