د دفاع وزارت سرپرست نن (پنجشنبه) د سردار محمد داوود خان د روغتون د یوې نوې برخې په پرانیستغونډه کې د نړۍ له هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو ټینګار کړی دی.
مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، افغانستان د نړۍ یوه برخه ده او اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ملي او اسلامي ګټو پر بنسټ مثبت تعامل ته چمتو دی.
د دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد و ویل: «په ټولو هغو مواردو کې چې زموږ له عقیدې او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي، له ټولو هېوادونو سره د تعامل لپاره چمتو یو او تعامل کوو. موږ د دې نړۍ یوه برخه یو او غواړو له نړۍ سره یو ځای ژوند وکړو.»
مولوي محمد یعقوب مجاهد خپلو خبرو په دوام په ځانګړې توګه د روغتیا په برخو کې د کورنیو کادرونو ملاتړ مهم یاد کړی او بهر کې یې له مېشتو افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي.
د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه: « زموږ غوښتنه دا ده چې خپل هېواد ته راشئ او خلکو ته خدمت وکړئ. سمه ده چې هلته ستاسو معاشونه لوړ دي، ډېرې اسانتیاوې لرئ او هوسا یاست، او دا هم سمه ده چې تاسو ځینې ملاحظات لرئ، خو دا یو ستر هدف دی.»
د دفاع وزارت لوى درستيز فصيح الدين فطرت په دې غونډه کې د ملي يووالي پر اهميت ټينګار کړی او ویلي یې دي چې په هېواد کې ملک الطوایفي له منځه تللې ده.
نوموړي دغه راز په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت ډاډ هم ورکړی دی.
د دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت و ویل: «ځینې کسان شته چې په تېرو شلو کلونو کې یې له سترو ځواکونو سره جګړه کړې او نن هم دا وړتیا لري چې له افغانستانه په بشپړ ډول دفاع وکړي. موږ دا په عمل کې ثابته کړې، هر چا چې د افغانستان په هره سیمه کې د امنیت د خرابولو په موخه سر راپورته کړی، همالته ځپل شوی دی.»
د دفاع وزارت مسوولین وايي، د سردار محمد داوود خان روغتون نوې برخه چې د تېر حکومت پر مهال د ناټو ځواکونو له لوري د پوځي اډې په توګه کارول کېده، د دوه میلیارد افغانیو په لګښت د سلو بسترونو په ظرفیت په یو سمبال روغتون بدله او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه مو اندونه