د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې اسلامي امارت په ځينو موردونو کې د داعش او القاعده ډلو په لهمنځه وړلو کې له واشنګټن سره همکاري کړې ده.
هغه له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د بشپړ کنټرول نشتوالی د دغو ډلو لپاره د فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
مارکو روبیو څرګنده کړې ده:«هرکله چې په یوه جنجالي سیمه کې حکومتولي وي او تاسو داسې حکومت ونهلرئ، چې پر ټوله سیمه بشپړ کنټرول ولري، دا د دغو ډلو لپاره فرصت رامنځته کوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوازې افغانستان اندېښمنوونکي مسئله نهده بللې؛ بلکې سوریه یې هم د یو ګواښ په توګه یاده کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله وايي:«زما په اند دا یوه ادعا ده؛ ځکه چې د درې نیمو کلونو په لړ کې اوسنی حکومت توانېدلی، چې په افغانسان کې خپله واکمني ثابته کړي. او یو لېوشت ځای هم د حکومت له واکمنۍ بهر نهدی، هغوی باید توضیح ورکړي چې کوم ځای د اوسني حکومت له واکمنۍ بهر دی؟»
د سیاسي چارو بل شنونکی هېواد ځاځي هم وویل:«یو خو د دوی خبرې دي چې رسنیزې خبرې کوي، تراوسه دوی ته داسې نړۍوال ثبوب په لاس نهدی ورغلی او نه په نړۍاله کچه شته، چې افغانستان دې نړۍ، خو پرېږده چې حتا ګونډيانو ته یې هم خطر پېښ کړی وي. د تاریخ په اوږدو کې دا خبره ثابته ده چې افغانستان هېچا ته خطر نهدی پښ کړی، که هغه د ترهګرۍ د ګواښونو له امله ده او که هغه مستقیم د دولت، حکومت یا د نظام له ادرسه ده، هېچا ته خطر نهدی پېښ شوی.»
دا په داسې حال کې ده، چې په تر ټولو تازه مورد کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته ویلي و، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د دې ډلې د ګواښونو په تړاو هېڅ اندېښنه نشته.
په دې اړه مو اندونه