Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: اوسنی نظام په ټولو افغانانو پورې اړوند دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي، چې اوسنی نظام  یوازې په ملايانو او دیني عالمانو پورې اړوند نه‌دی، دا د افغانستان د ټولو مسلمانانو ګډ نظام دی. 

هغه په کابل کې د یوې دیني مدرسې په فراغتغونډه کې ټينګار وکړ، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې دا نظام کمزوری او خراب کړي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په دې هکله وویل:«په دغه نظام کې به داسې نه‌وي، چې عالم به وايي دا زما نظام دی، د پوهنتون استاد او زده‌کړیال به د پریتوب احساس کوي. ملک، خان او قومي مشر به احساس د اجنبي‌توب کوي او یا په دې نظام کې به پښتون سړی بر کېني چې دا د پښتونو حکومت دی، نه په دې نظام کې به پښتو هم بر کېني او تاجیک هم په‌کې بر ناست وي، ازبیک او ترکمن به هم بر ناست وي.»

ښاغلی کبیر د پوهنتونونو او دیني مدرسو موخې ګډې بولي او د دغو بنسټونو پر پراختیا ټینګار کوي.

مولوي عبدالکبیر څرګندوي:«خپله ماستري او دوکټورا به کوي هغه ته لار خلاصه ده، او که د پوهنتون په یوه محصل کې د دې استعداد وي چې دی راشي، وړه دوره، لویه دوره، زموږ له شیخو الاکرامو سره وکړي، د مدرسې له درسه یې څوک نه‌پورته کوي، چې ته د پوهنتون محصل یې مدرسې ته څنګه راغلی یې؟»

 د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا هم په دې هکله وايي:«افغانستان باید د هېواد له ټولو تخصصي او کدري ظرفیتونو څخه، څنګه چې لازمه ده استفاده وکړي او دا ملي ارزښتونه دي او له دغو ملي ارزښتونو څخه د هېواد په د ترقۍ او پرمختګ په برخه کې ګټه پورته کړي.»

 دا څرګندونې داسې مهال شوې چې یوه ورځ وړاندې د دفاع وزارت لوی درستیز ویلي و چې له طالبانو پرته افغانستان به نه‌وي. 

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوې دیني مدرسې په فراغتغونډه کې ټينګار وکړ، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې دا نظام کمزوری او خراب کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه