Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبداللطیف منصور: تعامل شونی دی خو چې نړۍواله ټولنه افغانستان ته درناوی ولري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت د شریعت او د متقابل درناوي پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی. 

د اسلامي اصولو او متقابل درناوي پر بنسټ له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل، د اسلامي امارت د مسوولانو هغه غوښتنه ده، چې په هر پروګرام کې مطرح کېږي. 

دا ځل د اوبو او انرژۍ  وزارت سرپرست وایي چې له اسلامي امارت سره رغنده تعامل یوازې هغه مهال شونی دی چې نړیواله ټولنه افغانستان ته درناوی ولري.

 د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور وايي: که تاسې موږ سره د شریعت په رڼا کې تعامل کوئ او د متقابل درناوي لمخې وي، نو موږ اماده یو چې له ټولې دنیا سره همدا ډول مخ ته ولاړ شو. خو خدای ناخواسته که ته داسې سیاست چلوې چې ماته د غلام په سترګه ګورې، ماته د یوه حقیر ملت په سترګه ګورې، ماته د یوه لویدلي ملت په سترګه ګورې او ته راباندې ځان ډېر لوړ ګڼې. بیا خو تعامل نشي کېدای. 

 نوموړی په خپلو خبرو کې له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې مخ پر زیاتېدو ګڼي او په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو ترمنځ  یووالي او یو بل منل ارزښتناک بولي.

ښاغلی منصور زیاتوي: له دنیا سره الحمدالله زموږ هغه سیاسي او ډيپلوماټيکې لارې برحاله دي او تاسې وینئ چې هره ورځ په هر هېواد کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل کیږي. 

د سیاسي چارو شنونکی، معین گل څمکنی  بیا وايي: موږ که و غواړو او که نه هغه څه چې زموږ په نظر راځي او زموږ پخپله دننه هېواد کې دي هغه باید حل کړو او وروسته بیا نړۍوالو مسایلو ته پام واړو. بیا کېدای شي چې افغانان په یوې پایېدونکې سولې او ټيکاو کې ژوند وکړي.  

 درې ورځې وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان له سیاسي او اقتصادي فشارونه لاس واخلي او له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته رامخ ته شي.

 ښاغلی منصور په خپلو خبرو کې له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې مخ پر زیاتېدو ګڼي او په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو ترمنځ  یووالي او یو بل منل ارزښتناک بولي.

Thumbnail

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت د شریعت او د متقابل درناوي پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی. 

د اسلامي اصولو او متقابل درناوي پر بنسټ له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل، د اسلامي امارت د مسوولانو هغه غوښتنه ده، چې په هر پروګرام کې مطرح کېږي. 

دا ځل د اوبو او انرژۍ  وزارت سرپرست وایي چې له اسلامي امارت سره رغنده تعامل یوازې هغه مهال شونی دی چې نړیواله ټولنه افغانستان ته درناوی ولري.

 د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور وايي: که تاسې موږ سره د شریعت په رڼا کې تعامل کوئ او د متقابل درناوي لمخې وي، نو موږ اماده یو چې له ټولې دنیا سره همدا ډول مخ ته ولاړ شو. خو خدای ناخواسته که ته داسې سیاست چلوې چې ماته د غلام په سترګه ګورې، ماته د یوه حقیر ملت په سترګه ګورې، ماته د یوه لویدلي ملت په سترګه ګورې او ته راباندې ځان ډېر لوړ ګڼې. بیا خو تعامل نشي کېدای. 

 نوموړی په خپلو خبرو کې له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې مخ پر زیاتېدو ګڼي او په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو ترمنځ  یووالي او یو بل منل ارزښتناک بولي.

ښاغلی منصور زیاتوي: له دنیا سره الحمدالله زموږ هغه سیاسي او ډيپلوماټيکې لارې برحاله دي او تاسې وینئ چې هره ورځ په هر هېواد کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل کیږي. 

د سیاسي چارو شنونکی، معین گل څمکنی  بیا وايي: موږ که و غواړو او که نه هغه څه چې زموږ په نظر راځي او زموږ پخپله دننه هېواد کې دي هغه باید حل کړو او وروسته بیا نړۍوالو مسایلو ته پام واړو. بیا کېدای شي چې افغانان په یوې پایېدونکې سولې او ټيکاو کې ژوند وکړي.  

 درې ورځې وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان له سیاسي او اقتصادي فشارونه لاس واخلي او له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته رامخ ته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه