بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سرپرست حکومت یو استازی د نوي ډېلي له لوري په هند کې د افغانستان سفارت لپاره ومنل شي.
راپور کې راغلي چې په دې اړه لا هم خبرې روانې دي او د اسلامي امارت له لوري دوه کسان په نوي ډېلي کې د افغانستان د سفارت د چارو د سمبالولو لپاره معرفي شوي دي.
بلومبرګ لیکلي: «د طالبانو حکومت په نوې ډېلي کې د افغانستان د سفارت لپاره دوه احتمالي نوماندان معرفي کړي دي. سرچینو و ویل چې د طالبانو دغه چارواکی به د هند له لوري د یوه ډیپلوماټ په توګه ونه پېژندل شي خو دغلته به د طالبانو د حکومت جګپوړی استازی وي.»
سیاسي شنونکي سلیم پیګیر و ویل: «هرڅومره چې زموږ اړیکې له هند سره نږدې شي، د دواړو لورو لپاره به ګټورې وي. هغه پروژې چې هند د جمهوریت پر مهال پیل کړې وې او اوس درېدلې دي، که موږ ښې اړیکې ولرو، دا پروژې به بېرته پیل شي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.»
بلومبرګ د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې دغه ګام د هند لخوا له کابل سره د اړیکو پیاوړتیا او افغانستان کې د چین له نفوذ سره د مبارزې په موخه اخیستل شوی دی.
اسلامي امارت تر تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه