د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته نن (یکشنبې، د کب په ۵مه) هېواد ته راستون شو.
ښاغلی برادر دغه سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼي او زیاتوي، چې په دغو دوو ورځو کې یې د ازبیکستان له بېلابېلو چارواکو سره د سوداګرۍ پر زیاتوالي، پر وارداتي برېښنا، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، ټرانسپورټ او په افغانستان کې د رېل پټلۍ پر جوړولو سره هوکړې ته رسېدلي دي.
د نوموړي په وینا، له ازبیکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته د برېښنا د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي لګښت له ۲۵۲ مېلیونه ډالرو ۲۲۲ مېلیونه ډالرو ته راکم کړ.
ملا عبدالغني برادر په دې هکله وايي:«له مربوطه وزیرانو سره، د سوداګرۍ، برېښنا، هوايي چلند، کرنې او رېل پټلۍ سره په دې هکله ډېر مجلسونه وشول او ښايي په دې کې پرمختګ هم وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتو کمښت ته په نغوتې سره وايي، په دې سفر کې له ازبیکستاني لوري سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د برابروالي او همداراز د ترجیهي سوداګرۍ په تړاو هم هوکړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې هکله وویل:«د لومړي وزیر په حضور کې، موږ یو ډېر اوږد بحث درلود، چې زموږ صادرات کم دي او واردات مو اضافه دي، موږ غواړو چې سوداګریز انډول مو او سوداګریزه راکړه ورکړه مو باید مساوي وي. ښاغلي لومړي وزیر ژمنه وکړه، چې موږ د افغانستان صادرات زیاتوو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي، د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د لا نورو اسانتیاو د برابرولو په موخه له ازبیکستاني لوري سره په بانکي چارو کې د اسانتیاوو د برابرېدو، ازبیکستان ته د افغانستان پر صادراتو د مالیاتو د راکمېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو سوداګریزو مرکزونو د جوړېدو په تړاو هم خبرې شوې دي.
نورالدین عزیزي زیاتوي:«ترجهیي تړون دی، چې د افغانستان د لس قلمو توکو ګمرکي محصولات صفر ته رسوي او همدارنګه د ازبیکستان له لوري د افغانستان د اړتیا وړ لس قلمه.»
د ویلو ده چې، د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان او ازبیکستان تاریخي، دیني او کلتوري ګډ مشترکات لري او دغو مشترکاتو په بېلابېلو تاریخي دورو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز کړی دی.
په دې اړه مو اندونه