Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او ناروې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار

په چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي په بېجینګ کې د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې، له ناروې سره ډیپلوماټیک پرمختګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او د دوه اړخیز تعامل د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

په چین کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د ناروې ځانګړي استازي پال کلومان په دې کتنه کې د بشري مرستو پر دوام، بدیل کښت، او د اقلیمي بدلونونو پر حل ټینګار وکړ.

په بېجینګ کې د اسلامي امارت سفارت په خبرپاڼه کې راغلي:«دغه‌راز هغه له ناروې هېواد سره په ډیپلوماټیکه ساحه کې تازه پرمختګ وستایه او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو او متقابل تعامل د تقویې او پراختیا لپاره مهم ګام وباله.»

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«ناروې یوه د افغانستان په مسایلو کې یو بې‌پرې هېواد دی او تل یې د افغان کډوالو او له افغانستان سره د مرستو په اړه زیات پام کړی دی او یو داسې هېواد دی، چې د شرق او لوېدیځ بلاکونو له خوا هم منل شوی دی، نو د دې هېواد لخوا د ډیپلوماټیکو اړیکو جوړول یا لابیګري د افغانستان په ګټه دي.»

په چین کې د افغانستان د سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي، د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ اړیکې نږدې کړي او هغه ستونزې هوارې کړي، چې په دې لار کې ننګونې رامنځته کوي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«له ناروې سره د تعامل دوام او د ناروې له کمېټې سره د اړیکو پراختیا، د افغانستان لپاره په اوسني حالت کې د بشري مرستو جلبول ډېر ګټور دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر هېوادونو له اسلامي امارت سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه