د پروان والي وايي له هېواده دباندې ځینۍ کړۍ د اسلامي امارت پر وړاندې د توطیې په هڅه کې دي.
د پروان اوسېدونکو او سیمهییزو مسوولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې ولسي غونډه جوړه شوې ده.
د پروان والي د دغې غونډې پرمهال وايي له هېواده د باندې ځینۍ کړۍ د اسلامي امارت پر وړاندې د توطیې هڅې کوي.
که څه هم نوموړي د کوم چا یا ځانګړې ډلې نوم وانخیست خو زیاتوي چې اسلامي امارت هیچاته په کوردننه د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
د پروان والي، محمد ادریس انوري په دې اړه وايي: "په کفري هېوادونو کې ناست دي او له کافرانو، یهودو او نصاراو د دوستۍ تمه لري او غواړي چې هغوی یې په وطن کې سوله راولي، حال دا چې دا کار د الهي نظام خلاف دی."
د پروان امنیه قومندان، محمد جاوید ضیأ الرحمان هم وايي: "د اسلام دښمن هیڅکله نه غواړي چې د الله قانون د الله په ځمکه کې نافذ شي او تل ورسره مخالفت کوي. نن چې یې ماته خوړلې او د مقابلې توان نه لري، دا د دوی خپله ستونزه ده. خو هرکله چې احساس کړي دا جهاد پای ته رسېدلی، بېرته به راستانه شي."
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ددغې ناستې پرمهال وايي د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو ودانيو کمښت او سړکونو خراب والي او مخابراتي شبکو ته د نه لاسرسي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او له مسوولینو دغو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
حشمتالله حیاتي، د پروان ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ اوسیدونکی، وویل: "زموږ د خلکو ستونزې عبارت دي د مخابراتي زیربناوو، سړکونو، ښوونځيو او د سیند له پاسه د پُلونو نشتوالي. دا کمښتونه خلکو ته د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي دي."
نصرالله عزیزي، د سیاهګرد ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی، ویلي: "زموږ تر ټولو لومړۍ ستونزه د ځوانانو بیکاري ده. زموږ سلګونه ځوانان فارغ شوي، خو د هغوی لپاره د کار فرصتونه نشته. زموږ دویمه ستونزه د مکتبونو وضعیت دی؛ موږ مکتبونه لرو، خو ډېری یې نیمګړي پاتې دي او بشپړ شوي نه دي، داسې چې زدهکوونکي پر خاورو ناست زدهکړې کوي."
تر دې وړاندې ځینو نورو هېوادوالو له سیمهییزو مسوولینو سره د ناستې پرمهال پخپلو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلیتابه، کاري فرصتونو برابرولو او شته ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه