د ټولګټو وزارت چارواکي وايي د هېواد ځینې لویې لارې له نږدې دوو شپو او ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوې دي.
د دغه وزارت د مسوولانو په وینا ځینې لویې لارې او په ځانګړې توګه د سالنګ لویه لار د واورې ورښت له امله تړل شوې چې یوازې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې د سالنګ لار په بشپړه توګه پاکه شوې نهده او په بشپړه توګه د هغې د پرانیستو لپاره هڅې روانې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په دې هکله وايي:«سالنګونه چې د واورې ورښت، توپان او د لید محدودیت له امله له پرون راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړل شوي و، له نېکهمرغه د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست د کارکوونکو د هڅو په پایله کې، نن له غرمې وروسته د چټکو مسافر وړونکو وسایطو لپاره د تګ راتګ یوه لار پرانیستل شوه.»
ځینې هېوادوال وايي، چې د لویو لارو او نورو سړکونو له تړل کېدو سره، له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي او له مسوولانو غواړي، چې دغو ستونزو ته پر وخت رسېدنې وکړي.
د غزني اوسېدونکی عزیزالله قادري طلوعنیوز ته وايي:«په غزني او بامیان کې د واورې له ورېدو وروسته ځينې، لارې تړل شوي او خلکو ته یې ستونزې رامنځته کړې دي.»
د غزني اوسېدونکی سید عنایتالله هم څرګندوي:«له مسوولانو غواړو، چې لارې بېرته پرانیزي او هڅه وکړي، چې خلک په دې پېښو کې له زیان سره مخ نه شي.»
له دې سره هممهاله د باروړونکو موټرو ځینې چلوونکي د سوداګریزو توکو خرابېدو ته په اندېښنې سره وايي له څو ورځې راهیسې د ټرانزیټي مسیرونو او په ځانګړې توګه د سالنګ لویې لارې پرانیستو ته په تمه دي.
موټر چلوونکي ګل زمان طلوعنیوز ته وویل:«څلور ورځې کېږي چې ولاړ یو، لار بنده ده او پاس واره شوې، د سالنګ له رییسه زموږ دا غوښتنه ده، چې لاره پاکه کړي او ماشینري او وسایل زیات کړي.»
موټر چلوونکی شېر ګل هم وايي:«موږ د سالنګ د ساتنې او مراقبت له رییسه غواړو، چې دغه لار پاکه کړي.»
د ټولګټو وزارت له موټر چلوونکو او مسافرو غواړي، چې په تازه پرانیستل شویو مسیرونو کې دې وسایل او ژمني تجهیزات له ځان سره ولري.
په دې اړه مو اندونه