Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر کوره د پاسپورټ رسولو اړوند د یوې نوې هوکړې لاسلیکېدل

د پاسپورټ عمومي ریاست هېوادوالو ته د پاسپورټ ورکړې بهیر د اسانولو په موخه له افغان پُست شرکت سره یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د پاسپورټ رييس د هېوادوالو لپاره د اسانتياو د رامنځته کولو په برخه کې د دغه هوکړه لیک لاسليکول مهم وبلل.

عبدالکریم حسیب د خپلو خبرو په دوام د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو اړوند پلانونو په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې له دې وروسته هېوادوال کولاى شي خپل پاسپورټونه د سلو افغانیو په بدل کې د کور په دروازه کې ترلاسه کړي.

د پاسپورټ رییس، عبدالکریم حسیب په دې اړه و ویل:«نن، الحمدلله، موږ داسې پړاو ته رسېدلي یو چې د افغان‌پُست شرکت سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړو څو تر دې وروسته هغه کسان چې غواړي، وکولی شي خپل پاسپورټ د ۱۰۰ افغانیو په بدل کې د خپل کور دروازې ته ترلاسه کړي.»

د افغان پست رييس وايي، دغه هوکړه لیک د پاسپورټ غوښتونکو لپاره د لا ډېرو اسانتياو د برابرولو په موخه لاسليک شوی دى.

د افغان پست شرکت رییس، رحمت الله مکي وايي:
«زموږ کارکوونکي ته ووايې چې تاسې د پاسپورټ غوښتنه کړې، نو باید بایومتریک شئ. له هغه وروسته به پاسپورټ ستاسو د کور دروازې ته در وړل کېږي. که نن چمتو شي، هماغه ورځ به درکړل شي او که سبا ته وځنډېده، نو چاپ به شي.»

بل لور ته، یو شمېر هېوادوال د پاسپورټ ریاست او افغان پست شرکت دغه اقدام ستايي

د کابل اوسېدونکی، سمیر احمد بیا وايي: «زموږ هېوادوال چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راتلل، مجبور وو چې اوږده موده انتظار وباسي. دا طرحه کولی شي دا ستونزه حل کړي او یو ډېر ښه اقدام دی.»

د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې دغه بهیر تېره ورځ (چهارشنبه) له پلازمېنې کابله پیل شي او راتلونکی هجري لمریز کال به د هېواد په څلورو زونونو هرات، کندهار، بلخ او جلال اباد کې هم پیل شي.

تر دې وروسته هغه کسان چې و غواړي، کولی شي خپل پاسپورټ د ۱۰۰ افغانیو په بدل کې د خپل کور دروازې مخې ته ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه