Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سواد زده کړې برخه کې له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د هوکړې لاسلیکول

پوهنې وزارت د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال وايي، د هېواد ټولو لرې پرتو سیمو ته د زده کړو خدمات وړاندې کېږي او په وینا یې د خیالي ښوونځیو د موندنې په موخه لا هم هڅې روانې دي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال، سخاالله سعید په دې اړه وايي: «پخوا خیالي ښوونځي موجود وو، او دا میراث لا هم پاتې دی. موږ تر ډېره بریالي شوي یو چې خیالي بستونه او ښوونځي له منځه یوسو.»

د پوهنې وزارت د سواد زدکړې د ملي بسيج د ریاست امر  وويل چې یاد رياست تر اوسه پورې څه باندې ۱۴ زره د سواد زدکړې دورې ترسره کړي چې څه باندې دوه سوه زره تنو ته يې د سواد زدکړې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د پوهنې وزارت د سواد زدکړې د ملي بسيج د ریاست امر، زاهدالله سلیمي په دې اړه وايي: «په ټول هېواد کې ۱۴,۰۹۰ د سواد زده کړې کورسونه جوړ شوي چې د هغوی له لارې ۲۹۰,۴۲۷ کسانو ته د زده کړې زمینه برابر شوې ده.»

د دې تړونونو موخه د سواد زدکړې وده او د یادو وزارتونو او دولتي ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.

د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا، دغه وزارت له ۲۵ وزارتونو او نورو دولتي ادارو سره د همکاریو هوکړې  لاسلیک کړي دي.

تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال وايي، د هېواد ټولو لرې پرتو سیمو ته د زده کړو خدمات وړاندې کېږي او په وینا یې د خیالي ښوونځیو د موندنې په موخه لا هم هڅې روانې دي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال، سخاالله سعید په دې اړه وايي: «پخوا خیالي ښوونځي موجود وو، او دا میراث لا هم پاتې دی. موږ تر ډېره بریالي شوي یو چې خیالي بستونه او ښوونځي له منځه یوسو.»

د پوهنې وزارت د سواد زدکړې د ملي بسيج د ریاست امر  وويل چې یاد رياست تر اوسه پورې څه باندې ۱۴ زره د سواد زدکړې دورې ترسره کړي چې څه باندې دوه سوه زره تنو ته يې د سواد زدکړې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د پوهنې وزارت د سواد زدکړې د ملي بسيج د ریاست امر، زاهدالله سلیمي په دې اړه وايي: «په ټول هېواد کې ۱۴,۰۹۰ د سواد زده کړې کورسونه جوړ شوي چې د هغوی له لارې ۲۹۰,۴۲۷ کسانو ته د زده کړې زمینه برابر شوې ده.»

د دې تړونونو موخه د سواد زدکړې وده او د یادو وزارتونو او دولتي ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه