Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له دیني زده کړو فارغې شوې نجونې، عصري زده کړو ته د اجازې ورکړې غوښتنه کوي

د کابل له یوې دیني مدرسې ۶۵۰ نجونې فارغې شوې.

دوی سره له دې چې دیني زدکړې یې کړي او له دې څانګې په فراغت سره خوشحاله دي خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل پاتې کېدو اندېښنه څرګندوي.

فارغه شوې، آمنه وايي: که په تېرو درېیو کلونو کې د ښوونځيو دروازې نه وای تړل شوي، د ښوونځي درې کاله چې مې پاتې دي، هغه مې هم بشپړې کولای شوې او پوهنتون ته مې هم لار موندله.

یوه بله فارغه شوې، سوما هم په دې اړه وايي: دیني زده کړې په خپل ځای، خوښي هم لري او خپل ځانګړی خوند لري خو دا د اندېښنې ځای دی چې موږ له خپلو زده کړو پاتې یو او زموږ د ټولو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې. 

یو شمېر نورې فارغې شوې نجونې له اسلامي امارته غواړي چې د عصر علومو د زدکړې زمینه هم ورته برابره کړي.

طوبا هم چې تازه فارغه شوې وايي: له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو دروازې زموږ پرمخ پرانیزي. نه یوازې دا چې دیني بلکې عصري زده کړې هم وکړو. 

د دغې دینې مدرسې مسوول وایي، یادو نجونو د قرآن کریم د حفظ او تجوید په برخو کې زدکړې کړې دي.

د مدرسې مسوول، عبدالدیان زاهد قربان بیا په دې اړه وايي: زموږ له مدرسې نن ۶۵۰ زده کوونکې فارغیږي چې له منځه یې ۵۴ کسان د قران د حفظ دي، ۸۶ یې له لویې دورې چې تفسیر او ترجمه دي، پاتې نور یې له ناظرې یا لمخې لوستنې فارغې شوې. 

دا له یادې مدرسې د قرآن کریم د قاریانو د فراغت څلورمه دوره ده چې په ټوله کې له یاد مرکز څخه یو زرو دوه سوه نجونې فارغې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه