د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال وايي، په هېواد کې د کوکنارو د کرکېلې له منعه کېدو سره نږدې ۶۰۰ زره کسان زیانمن شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې په افغانستان کې د کرکنارو د کرکېلې د بندېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته، شاوخوا ۵۹۰ زره کسان له دې مسالې زیانمن شوي دي.
صدر اعظم عثمانی ټینګار کوي چې له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ یې یوه کاري ډله جوړه کړې ده، چې موخه یې د کرونګرو ملاتړ او د بدیل کښتونو ، او د دواړو لوریو ترمنځ د ناستو دوام لري.
ښاغلی عثماني وايي: پنځه سوه نوي زره کسان زیانمن شول، له دې سره مو شپږ زره دوه سوه مټریک ټنه تولید و هغه ختم شو. له دې سره دیارلس میلیون ډالره عواید و چې هغه ختم شول
ښاغلی عثمانی په خپلو خبرو کې وایي چې افغانستان په کال کې۷ مېلیونه ټنه غنمو اړتیا لري او زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې په کال کې ۵ مېلیونه ټنه غنم تولیدیږي او هېواد د غنمو د تولید له پلوه ځانبسیاینې ته نږدې شوی دی.
د دغه وزارت معین څرګندوي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د حبوباتو تولید هم له ۹۶ زره ټنو ۱۲۷ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین وايي: څه باندې ۷ میلیون مټریک ټنه د کال زموږ ضرورت دی. زموږ اوس ۵ میلیون مټریک ټنه ته رسېدلی دی. فی الحال موږ دوه میلیون مټریک ټنه ته اړتیا لرو. موږ ژمن یو چې نږدې راتلونکې کې دغه دوه میلیون مټریک ټنه تولید کړو او دغه ستونزه حل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې رامنځته شویو ستونزو ته په پام سره، هیله مندي ښیي چې د افغانستان ګاونډیان به د افغانستان د صادراتو لپاره غوره زمینې برابرې کړي.
هغه دغه راز زیاتوي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې لپاره هڅې کوي.
هغه زیاتوي: موږ خو غواړو چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعامل ولرو. ورسره ښه راشه درشه ولرو، کومې ستونزې چې دوی لري هغه ورته حل کړو. زموږ پالیسي دا ده. اوس هغوی چې څه غواړي دا د هغوی پورې ده.
صدر اعظم عثمانی دغه راز ټینګار کوي چې په تیرو درېیو کلونو کې د بهرنیو موسسو په همکارۍ د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرې د وېشلو او د کوچنیو او لویو چکډمونو د جوړولو په برخو کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره څه باندې۷۰۰ مېلیون ډالره لګول شوي دي.
ښاغلی عثماني وايي چې د سړو خونو کمښت ته په پام سره، د خصوصي سکټور په ملاتړ هڅه کوي چې د بګرام د پوځي اډې سړې خونې فعالې کړي.
په دې اړه مو اندونه