Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوټرش: د مرستو کمښت، مېلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا د مالي مرستو د کمښت له جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي ګوترش ویلي، د امریکا د مالي مرستو کمېدل به په افغانستان کې له ۹ مېلیونو زیات خلک له روغتیايي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې کړي او دا پرېکړه به د سلګونو ګرځنده روغتیايي ډلو او نورو اړینو خدمتونو د ځنډېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې هکله ویلي:«د دې پریکړې پایلې به د نړۍ په کچه د زیان‌منونکو خلکو لپاره ویجاړوونکې وي.
په افغانستان کې به له ۹ مېلیونه زیات خلک له روغتیایي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې شي، او سلګونه ګرځنده روغتیايي ډلې او نور خدمتونه به ودرېږي.»

بل‌خوا، په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) رییسې طلوع‌نیوز ته ویلي، چې اقلیمي بدلونونه د مېلیونونه کسانو د بې‌ ځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

مي هاینګ پارک له نړۍوالې ټولې غواړي، چې له افغانسانه په ملاتړ سره له مېلیونونو کسانو سره مرسته وکړي او د لا لوی ناورین د پېښېدو مخه ونیسي.

مي ‌هاینګ پارک وايي:«افغانستان هېرولای نه شو. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې له مېلیونونه اړمنو کسانو سره د مرستې او د لا پراخو ناورینونو د مخنیوي لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

بلخوا، د اقتصاد وزارت هم مني، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو فعالیتونه کم شوي؛ خو ټینګار کوي چې بشري مرستې باید سیاسي نه‌‌شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع‌نیوز ته وویل:«له بشري مرستې څخه باید د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته نه‌شي؛ ځکه دا مرستې اړمنو وګړو لپاره په بېلابېلو برخو کې لکه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیايي زېربناوو پیاوړتیا، د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د مور او ماشوم روغتیا، د رواني او ټولنیزو ناروغیو د درملنې په برخه کې کارول کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نبي افغان هم وايي:«نړۍوال په دغسې شرایطو کې، د افغانانو پرېښودل هغه د دوی خپل حضور یا د دوی کوم بشري نوم چې دوی یې ورکوي له نړۍ سره مرسته کوو او بېرته بیا خپلې موخې دا اثباتوي او دا له نړۍ سره د افغانستان اړیکو ته زیان رسوي.»

د امریکا د مالي مرستو د کمښت د جدي پایلو په تړاو دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې د افغانستان ډېری خلک، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي افغان کډوال او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي خلک، لا هم د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي ګوترش ویلي، د امریکا د مالي مرستو کمېدل به په افغانستان کې له ۹ مېلیونو زیات خلک له روغتیايي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه