Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امربالمعروف وزارت د سلواغې میاشت کې ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه کړې

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تېرې سلواغې میاشتې د کارکړنو په تړاو د راپور ورکړې په ترڅ کې وايي، په تېره میاشت کې یو زرو ۱۸۵ شکایتونه په دغه وزارت کې ثبت شوي او له‌منځه یې بیا ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، په تېره میاشت کې د ښځو ۳۰ شکایتونو ته هم رسېدنه شوې ده.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په دې هکله وايي:«محتسبینو د پلازمېنې کابل، په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب او ورکړې ته په ژمنتیا ۳۰ مېرمنو حقوق تضمین، ثبت او هغوی ته ورکړي دي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند د ځینو بهرنیانو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د راپور ورکوونکي هغه ادعاوې، چې ګواکې په افغانستان کې ښځې نورې هم محدودې شوي بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه وزارت مسوولانو په جبري توګه د څه باندې ۶ زره نجونو له واده کېدو مخنیوی کړی دی.

ښاغلی خیبر په دې هکله زیاتوي:«په تېرو درې نیمو کلونو کې تر شپږ زره زیاته سلنه یعنې ۶ زره او ۲۰۰ یا ۶ زره ۱۸۵ خویندو د اجباري نکاح یا ودونو مخنیوی شوی دی.»

نوموړي د سوداګرو او هټۍوالو د فعالیتونو په برخو کې د محتسبینو د مسوولیتونو په روښانه کولو سره له پانګوالو، سوداګرو او هټۍوالو وغوښتل چې، له احتکاره او په ځانګړې توګه په روانه روژه میاشت کې په کلکه ډډه وکړي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي:«خلک دا کار ترسره کوي؛ نو محتسب صلاحیت او دنده لري، چې د سود، احتکار، تدبیت، غش او په راکړه ورکړه کې د قسم اخیستلو مخنیوی وکړي»

د  امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د معلوماتو لمخې، د دغه وزارت مسوولانو په تېره سلواغه میاشت کې ۲۸ قومي دوښمنۍ حل کړي او ۱۲ جادوګر یې هم نیولي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه