د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد طلوعنیوز ته وايي، په تېرو درېیو قمري میاشتو کې په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو پر ۱۸۰ کسانو شرعي احکام جاري شوي دي.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي:«په کندوز، فاریاب، کاپیسا، روزګان، کابل، غزني، تخار، بامیان، نیمروز، پروان، خوست، هرات، بغلان، نورستان، پکتیا، کندهار، پکتیکا، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې، شاوخوا ۱۸۰ مجرمینو او تورنو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.»
له دې سره سم، ځينې دیني عالمان هم د الهي حدودو او احکامو تطبیق له منکراتو د ټولنې د ژغورنې غوره لاره ګڼي.
دیني عالم حسیبالله حنفي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هغه کسان چې اجرایي اقدامات ترسره کوي، باید له دین څخه پوره پوهاوی ولري، او اړین شرایط، په ځانګړې توګه د مجرمانو دوسیې، په دقیقه توګه وڅېړل شي.»
دیني عالم عبدالرحمن عابد څرګندوي:«دغه سزاګانې د ټولنې د اصلاح او خوشحالۍ لپاره اړینې دي بیا به اسلامي حاکم ګوري، چې په ټولنه کې کوم فسادونه او ورانۍ ډېرې دي هماغې ته به لومړیتوب ورکوي او هماغه ورانکارۍ د مخنیوي لپاره ځینې تدابیر نیسي او سزاګانې به ټاکي.»
تر دې مخکې سترې محکمې ویلي وو چې، په هېواد کې د شرعي احکامو د پلي کولو په بهیر کې به د هېڅ لوري فشارونو ته غاړه کېنږدي او همداراز یې په ډاګه کړې وه چې، نړۍ هم باید په افغانستان کې د شرعي احکامو د پلي کولو په تړاو له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.
په دې اړه مو اندونه