یو شمیر افغانان چې امریکا ته د تلو لپاره د کډوالۍ کیسونو لري خپل ناڅرګنده برخلیک ته اندیښمن دي.
د کډوالۍ د پروګرام د ځنډېدو په تړاو د ټرمپ له فرمان وروسته، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې دي، له خپل ناڅرګند برخلیکه شکایت کوي.
دغه کډوال د ټرمپ له حکومته غواړي، چې ژر تر ژره دې د کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل کړي.
یو تن، چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې لرونکی دی او په پاکستان کې ژوند کوي، وايي: «موږ په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارته ایمیل ترلاسه کړ چې ځانونه درېیم هېواد ته ورسوو. اوس درې نیم کاله کېږي چې په پاکستان کې ژوند کوو.»
بل کس، چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې لرونکی دی، و ویل: «موږ له امریکا غواړو چې د کډوالو د لېږد بهیر بېرته پیل کړي. تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.»
بلخوا، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې متحده ایالتونه باید خپل هغه متحدین چې اوس په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه دي، امریکا ته ولېږدوي.
د کډوالو د حقونو فعال، علی رضا کریمي بیا وايي: متحده ایالات باید ژر تر ژره د دې کډوالو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر پیل کړي.
د کډوالو د حقونو فعال، جمال مسلم هم وايي: هغه کسان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي او همداراز هغه چې په ترکیه، قطر او نورو ځایونو کې د خپلو دوسیو د ارزونې په تمه دي، له جدي ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم، یو شمېر افغان کډوالو چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې لري، په پاکستان کې په یوه اعتراضیه غونډه کې له واشنګټنه غوښتنه کړې چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په دې اړه مو اندونه