Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې بې‌کاري؛ د روزمزد کارګران هره ورځ د کار په تمه بېګاه کوي

د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې، د کابل واټونه او څلورلارې د ګڼ شمېر روزمزد کارګرانو د حضور شاهدې دي. دوی وایي چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ دي، چې کار وکړي؛ خو د کار زمینه ورته برابره نه‌ده.

سیف‌الرحمان، چې ۴۲ کلن دی او دیارلس ورځې وړاندې له مزارشریفه کابل ته راغلی، د یوې څلورلارې ترڅنګ ولاړ دی او هیله لري، چې څوک یې د کور د رنګولو لپاره کارته بوځي.

کارګر سیف‌الرحمان طلوع‌نیوز ته وايي:«دیارلس ورځې کېږي، چې کابل ته راغلی یم. په دې دیارلسو ورځو کې یوازې یوه ورځ کار ته تللی یم. په خپل ښار کې مې هم کار نه‌و، یوه هیله مې وکړه او دلته راغلم؛ خو دلته هم بې‌کاري ده.»

بل کارګر وحیدالله هم وویل:«یوه ورځ کار پیدا کوو، بیا درې میاشتې نورې بیل ویده یو. دغه خلک چې ګورئ ټول بې‌کاره دي. دولت وایي، چې سږ کال کار پیل کېږي؛ خو بل کال اصلاً د کار فرصت نشته چې خلک کار وکړي.»

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان لمریز کال د زمري پر دویمه د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د خصوصي سکتور د استازو، د نړۍوالو بنسټونو د استازو او د پوهنتونونو د استادانو په حضور کې د کار ملي کنفرانس جوړ کړ. په دغه دوه ورځني کنفرانس کې له دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې له مخې یې د یو مېلیون کسانو لپاره د کار د زمینې برابرولو ژمنه وشوه؛ خو ظاهراً دې مسئلې د بې روزګاره کسانو په شمېر کې کموالی نه‌دی راوستی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اوس وايي، د کار د ملي کنفرانس د ژمنو د عملي کولو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ یو کمېټه کار کوي ترڅو د ژمنو تعقیب یقیني کړي او هڅه کوي، چې د دغو ژمنو له پلي کولو سره د هېواد د وګړو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي. دا به ډېره لرې نه‌وي، چې په راتلونکي کال کې به د امارتي ادارو په کچه ډېرو برخو ته بودیجه ورکول کېږي، چې پروژې یې په خپل ذات کې کاري زمینې برابروي.»

بې‌روزګاري او د کار نشتوالی هغه ستونزې دي، چې له کلونو راهیسې ګڼ هېوادوال ورسره مخ دي. که څه هم په دې برخه کې هڅې شوې دي، خو تر اوسه دا ستونزه نه‌ده حل شوې او لا هم پر خپل ځای ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه