د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د افغانستان په خاوره کې د کاسا زر پروژې په کارونو کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی.
د دغه وزارت ویاند وایي، د نړۍوال بانک لخوا د مالي سرچینو د ورکړې په صورت کې چمتو دي چې ددغې پروژې پاتې چارې هم بشپړې کړي.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند، مطیعالله عابد په دې اړه وايي: «کاسا-۱۰۰۰ چې یوه سیمهییزه پروژه ده، کار یې په افغانستان کې اویا سلنې پرمختګ کړی او تر ۹۵ سلنه تجهیزات یې هم ساحې ته انتقال شوي دي. که دا پروژه د نړیوال بانک له لوري تمویل شي، افغانستان د دې پروژې د بیا پیل لپاره سل په سلو کې چمتو دی.»
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، حکمتالله میوندي هم وايي: «د روان زیږیز کال په لړ کې، په کاسا-۱۰۰۰ پروژه کې ښکېل هېوادونه د لوړپوړو پلاو په کچه یوه غونډه جوړوي.»
د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امانالله غالب د کاسا-زر د بریښنا لېږد پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه او ګټوره پروژه ګڼي او وایي که چېرې دا پروژه عملي شي، نو په افغانستان کې به نورې بیخبنایي سیمه ییزې پروژې هم په چټکۍ سره عملي شي.
د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب بیا داسې وايي: «د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اصلي ارزښت دا دی چې د ګاونډیو هېوادونو اقتصادي او امنیتي ګټې سره نښلوي، چې دا د هېواد امنیت او د راتلونکي اقتصاد لپاره ګټور دی.»
ویل کیږي چې د نړۍوال بانک او د دې پروژې د نورو شریکانو ترمنځ خبرې وروستۍ هوکړې ته رسېدلې او تمه ده چې کاسا-زر پروژه تر ۲۰۲۶ کال پورې په افغانستان کې بشپړه شي.
د دې پروژې په پلې کېدو سره به، قرغیزستان او تاجیکستان وکړای شي چې په اوړي کې تر ۱،۳۰۰ میګاوات اضافي بریښنا افغانستان او پاکستان ته صادره کړي او افغانستان به د بریښنا د ټرانزیت له لارې هر کال تر ۷۰ میلیونه ډالرو عاید ولري.
په دې اړه مو اندونه