د کلیو پراختیا وزارت په ۱۴۲ ولسوالیو کې د اوبو د وړو بندونو د جوړلو او بیارغونې چارو له بشپړیدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وایي ددغو وړو بندونو د جوړولو لښګت شاوخوا ۱۲۶ ملیونه افغانۍ کیږي چې د یاد وزارت له بودیجې ورکول کیږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند، نورالهادي عادل په دې اړه وايي: «په ۱۴۲ ولسوالیو کې مو د کوچنیو بندونو د جوړولو او بدیلو پروژو کار پیل کړی و، چې اوس بشپړ شوی او زموږ هېوادوال کولی شي ترې ګټه واخلي. دا بندونه د ۱۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.»
ښاغلی عادل دغه راز وایي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د څښاک د اوبو ۳۵۰ شبکې جوړې کړې دي او په ۱۵۰ نورو شبکو کار روان دی.
په دې لړ کې، ځینې کارپوهان د اوبو د بندونو جوړول د هېواد د اوبو د سرچینو د مدیریت او په افغانستان کې د کرنې د پراختیا لپاره اغېزناک ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی، لعل ځاځی په دې اړه وايي:«موږ کولی شو له دې پوټانشیل ګټه واخلو، اوبه د کرنیز سکټور لپاره تنظیم کړو، د انرژي تولید کې مهم رول ولوبوو او د کار فرصتونه رامنځته کړو.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، نجیب الله صدیقي هم په دې اړه وايي: «خپل هېواد له اقتصادي ستونزو او کروندګر له کرنیزو ننګونو خلاص کړو، ترڅو وکولای شو یو پیاوړی اقتصادي بنسټ ولرو او د هېواد اوبه په غوره ډول مدیریت کړو.»
اقلیمي بدلونونه، چې د افغانستان په ډیری سیمو کې د وچکالیو او ورانووونکو سیلابونو لامل شوی، یوه خورا جدي ننګونه ګڼل کیږي چې د کرنې سکتور یې زیانمن کړی او ترځمکې لاندې اوبو کچه یې د پام وړ راټیټه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه