Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوشتېپې کانال له شاخوا ځمکو پر اغېزناکې کارونې د کرنې وزارت سرپرست ټينګار

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې له شته ځمکو پر اغېزناکې کارونې ټينګار کړی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء الله عمري د قوش تېپې کانال له شاوخوا ځمکو د ښې ګټنې د طرحې وړاندې کولو په موخه غونډه کې وویل، د دغه کانال د چارو تر بشپړیدو وروسته باید په شاوخوا ځمکو کې منظم صنعتي، کرنیز او د مالدارۍ مرکزونه او کمپلکسونه جوړ شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین په دې اړه وايي: په دغه غونډه کې، عطاءالله عمري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، د قوش‌تیپې کانال د پروژې د ارزښت او د دې پروژې د طرحې د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.  

هغه وویل چې د دې کانال شاوخوا ځمکې باید په مؤثره توګه وکارول شي.

ورته مهال یو شمېر کارپوهان د قوش تیپې کانال پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او کرنې د پراختیا او میکانیزه کېدو په برخه کې ډېره مهمه بولي.

د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس، وسیم ساپی هم په دې اړه وايي: "که د قوش‌تیپې کانال په څېر پروژې رامنځته شي، زموږ کرنه به صنعتي شي، او دا زموږ د هېواد په ګټه ده."
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر بیا وايي: "د قوش‌تیپې کانال د افغانستان له زیربنایي پروژو یوه ده، چې موخه یې د اوبو سرچینو مدیریت، د کرنې پراختیا او په افغانستان کې د خوراکي امنیت لوړول دي."

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، اوبو او انرژۍ، کور او ښار جوړونې وزارتونه او یو شمېر نور بنسټونه د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې د کرنیزو او صنعتي کمپلکسونو د جوړولو او د ځمکې د تثبیت په برخه کې په ګډه کار کوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه