Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تورخم کې د نښتو له امله شاوخوا اته سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي

تورخم کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله شاوخوا اته سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

ځایي خلک طلوع‌نیوز ته وایي، د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله یې کورونو او هټیو ته زیان رسېدلی دی.
 
د تورخم ښارګوټي اوسېدونکي عبدالحق چې څلور ورځې وړاندې یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کور پریښی، وایي: « د پاکستان له لوري مرمۍ راغلې خپل بچي لوڅې پښې او نه جامپر، بس د کورنۍ غړو سره مو په خوړ کې رامنډه کړه او را وتښتېدو، بس د پاکستان له لوري مرمۍ را روانې وې نور نه پوهېدم چې چېرته لګېدلي، په هغه شپه باران و او د پاکستان له لوري مرمۍ راتللې، ماشومانو او مېرمنو سره په خوړ کې راوتښتېدو او دې ډاګ ته مو پناه راوړه.»

بل بې ځایه شوي، روقیل و ویل: « په ډېر سخت حالت کې را و وتلو، خپل ماشومان مو له کورونو را و ایستل، نه کمپله نه څادر هیڅ مو نه درلودل، د پاکستان له لوري سختې مرمۍ راتللې، زمونږ کورونه یې ویشتل، هدف یې نشو ویشتلی او قصداً یې زمونږ کورونه ویشتل.»

په همدې حال، ځینې نور بې ځایه شوي وایي، پاکستاني پوځیان د اسلامي امارت له ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او وخت ناوخت د ملکي وګړو کورونه او کاروباري ځایونه په نښه کوي.

د تورخم اوسېدونکي، نصیب ګل د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « غوښتنه مو دا ده چې پاکستان دروازه خلاصه کړي، دا یو ښه ګاونډیتوب نه دی، دغسې حالات یې روان کړي که اخوا دی هم پښتون دی که دېخوا دی هم پښتون دی، د روژې میاشت ده مونږ باید په دې میاشت کې په خپل کور کې که وچه وي که لمده وي باید په مینه مو خوړلی وای.»

د تورخم بل اوسېدونکي، شکور و ویل: « د پاکستان لخوا ډېر شدید جنګونه دي، همدا مرمۍ دي چې پر مونږ راځي، دا ګاونډیتوب نه دی، اخوا هم پښتون دی او دېخوا هم پښتون دی، ډېر ظلم کیږي او هر ځل دغسې پر مونږ ظلمونه کوي.»

سیمه‌ییز مسوولین وایي، ژر تر ژره به د جګړې له امله بې ځایو شویو کورنیو ته د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ لومړنۍ مرستې و رسوي.

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، باز محمد عبدالرحمان په دې اړه و ویل: « د تورخم نږدې سیمو څخه شاوخوا اته سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي، د موسساتو سروې د ننګرهار کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست تر چتر لاندې روانه ده او په لنډ وخت کې به ورسره مرستې وشي.»

د تورخم د عمري پنډغالي مسوول، محمد هاشم میوندوال و ویل: « ډېرې موسسې همدا اوس راغلي او سروې کوي، د دې لپاره چې دوی سره یو څه مرستې وشي، یانې دا لومړنۍ اسانتیاوې مونږ ورته برابرې کړې دي.»

د ننګرهار د سرې میاشتې ټولنې رییس، فضل الرحمان فیاض و ویل: « مونږ راغلي یو چې دلته پوه شو چې د دوی څه ضرورتونه دي، چې مونږ یې له مرکز سره شریکې کړو او دوی ته خدمات و رسوو.»

پاکستاني لوري له تېرو دیارلس ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې چې دواړو لورو ته سلګونه مسافر او بېړني ناروغان او زرګونه بار وړونکي موټر بند پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه