Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سږ کال حج لپاره د هر حاجي لګښت څه باندې ۲۸۰ زره افغانۍ ټاکل شوی دی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال افغانستان لپاره د حج په سهمیه کې ۳۰ زره کسان ټاکل شوي؛ خو څه باندې سل زره کسانو نوملیکنه کړې ده. 

د دغه وزارت سرپرست، نور محمد ثاقب د حج سهمیې د وېش په برخه کې د روڼتیا ډاډ ورکوي او زیاتوي چې هڅې روانې دي، څو دغه شمېر لوړ شي. 

د هغه په خبره، سږ کال د هر حاجي لګښت څه باندې ۲۸۰ زره افغانۍ ټاکل شوی دی.

نور محمد ثاقب نن (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې و ویل: «له سعودي عربستانه د افغانستان حاجیانو لپاره ۳۰ زره سهمیه اخیستل شوې او د لا زیاتو سهمیو د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې روانې دي.»

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دغه راز ویلي چې سږ کال د حاجیانو د لېږد قرارداد له اریانا هوایي دولتي شرکت او یو بل خصوصي شرکت سره شوی دی.

د نور محمد ثاقب د مالوماتو لمخې، د حج غوښتونکي کولاى شي د روژې مبارکې مياشتې له نهمې نېټې په مرکز او ولايتونو کې خپلې بانکي تعرفې پرې کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په دې اړه و ویل: «د حج ټول لګښتونه سږ کال ۸ میلیارده، ۲۷۸ میلیونه، ۷۷۷ زره او ۳۲۰ افغانۍ ټاکل شوي دي.»

د حج، عمرې او زیارتونو لوی رییس، محمد نبي محمدي و ویل: «ټوله ارزیابي چې مو کړې، الحمدالله، زموږ پروسه به بریالۍ وي او حاجیانو ته به ښه خدمتونه وړاندې شي.»

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسوولينو په خبره، سږ کال د حج سهمیې يوه برخه په ګاونډيو هېوادونو کې مېشتو کډوالو، دولتي کارکوونکو او د شهيدانو او معلولينو کورنيو ته ځانګړې شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه