په افغانستان کې د امریکا د پاتې پوځي تجهیزاتو په تړاو د ډونالډ ټرمپ نیوکې دوام لري.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا په سپینه ماڼۍ کې پر جو بایډن نیوکه کړې، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې د امریکا نظامي تجهیزات دغلته پرېښي دي.
ټرمپ ویلي، د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د امریکا پوځ په بشپړ ډول بیا رغولی و، خو بایډن د دغو تجهیزاتو یوه لویه برخه په افغانستان کې پرېښوده.
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي: «موږ پوځ په بشپړ ډول بیا ورغاوه، خو بیا مو ولیدل چې بایډن د دغه پوځ یوه لویه برخه افغانستان ته پرېښوده، که باور پرې کولای شئ. واقعاً هغه څه د باو وړ نه دي چې هغه وکړل. هغه زیان چې دې سړي یا دې ادارې زموږ هېواد ته واړاوه، په رښتیا د باور وړ نه دی.»
که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د امریکا د ولسمشر څرګندونې احساساتي بللې وې.
د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی بیا وايي: امریکا نه شي کولای چې همدا اوس اوس هغه لیست وړاندې کړي چې کوم کوم تجهیزات له موږ په افغانستان کې پاتې دي. اوس چې کوم تجهیزات دي دا له تېرې ادارې سره په جګړه کې له هغوی نیول شوي دي. دا د غنیمت مال حسابیږي.
د سیاسي چارو شنونکی، احمد خان اندړ وايي: ټرمپ او د امریکا شریف ولس باید په دې پوه شي او نړۍ ته هم باید و ویل شي چې دغه وسله امریکا موږ ته په الوتکو کې نه ده را غورځولې او نه یې ډیپو موږ ته راکړې. دا د تېر حکومت وسله وه او که د اسلامي امارت پر ځای هر نظام راغلی وای دا به د هغوی مربوط وه.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، پاکستان د امریکا له هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي خپل پوځي تجهیزات له افغانستانه بېرته واخلي.
په دې اړه مو اندونه