Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان په اپرېل میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو له نوي بهیره خبر ورکړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له ټولو «ناقانونه وکړو» او د افغان تابعیت یا اې‌سي‌سي کارټ لرونکو غوښتي، چې د روان کال د مارچ میاشتې له ۳۱مې مخکې، دغه هېواد پرېږدي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ګواښ کړی، که‌چېرې بهرني وګړي دغه هېواد پرېنږدي، د هغوی د ایستلو بهیر به د روان کال د اپرېل میاشتې له لومړنۍ نېټې پیل شي.

پاکستان د افغان کډوالو لوی کوربه هیواد دی، خو په تېرو کلونو کې د هغوی پر وړاندې د پاکستان سیاستونه سخت شوي دي او د افغانستان او اسلام آباد اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

دغه غوښته په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«ټولو غیرقانوني کډوالو او د (ACC) کارت لرونکو ته سپارښتنه کېږي، چې په خپله خوښه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې له پاکستانه ووځي؛ که نه نو د هغوی د ایستلو بهیر به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نېټې پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه هېواد کې ډېری کډوال د قانوني اسنادونو د نه‌لرلو، د کار او تحصیل په برخه کې د محدودیت، ناڅاپي نیونو او ایستلو په څېر ستونزو سره مخ دي.

پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دلته یې کاروبار دی، خو هلته د کار زمینه برابر نه‌ده. بل‌خوا کله چې کډوال ایستل کېي، د هغوی د اولادونو تعلیم هم زیانمنېږي.»
  
پاکستان کې بل افغان کډوال موسوم هم طلوع‌نیوز ته وايي:«حکومت اعلان کړی، چې د مارچ له ۳۱ نېټې وروسته د ایستلو بهیر پیلوي، د اې‌سي‌سي کارټ لرونکو په ګډون، باید د ایستلو دغه عملیات پیل نه‌کړي؛ ځکه چې افغانان له جدي ستونزو سره مخ کېږي.» 

پر نورو ستونزو سربېره، اوس د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې ناقانونه بهرني وګړي او د اې سي سي کارت لرونکو افغانان دې د مارچ تر یودېرشمې له دغه هېواده ووځي.
 
له دې سره هم‌مهاله، په پاکستان کې د اسلامي امارت سرکونسل د پاکستان د سند ایالت له زندانونو د ۱۲ افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې ده، چې خوشې شوي بندیان د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدلو شوي دي.

په پاکستان کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري وايي:«د امارت اسلامي د کونسل‌ګرۍ د هڅو په پایله کې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو د افغانستان ۱۲ تن بندیان ازاد شوي او د امارت اسلامي په لګښت د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.»

د ورکړل شویو شمېرو له مخې د روان زېږدیز کال په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څه باندې شپږ زره  کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې هکله وايي:«د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو جنوري او فبرورۍ کې له ګاونډیو هېوادونو ۶ زره او ۱۱۸ کورنۍ، خپل هېواد ته راستنې شوي، چې د کسانو شمېر یې ۲۷ زره او ۴۰۰ تنه کېږي.»

د یادونې وړ ده، هغه کډوال چې افغانستان ته راستنېږي، پر دې سربېره، چې په کوربه هېواد کې یې خپل کور او کار له لاسه ورکړی په افغانستان کې هم د سرپناه د نشتوالي، بې‌روزګارۍ او سختو اقتصادي شرایطو په څېر ستونزو سره مخ دي.

د اسلامي امارت سرکونسل د پاکستان د سند ایالت له زندانونو د ۱۲ افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې ده، چې خوشې شوي بندیان د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدلو شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه