د افغانستان په تړاو به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا (دوشنبه د کب ۲۰مه) جوړه شي.
دغه غونډه کې به د یوناما مشره د افغانستان پر بشري وضعیت، د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاو وینا وکړي.
دغه غونډه کې به د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه هم چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي، خبرې وشي.
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي: «د دوشنبې په ماسپښین د مارچ پر ۱۰مه به د افغانستان په تړاو د امنیت شورا پرانېستې توجیهي غونډه وشي. تمه ده چې د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره او دغه راز د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی/استازې به دغې غونډې ته وینا وکړي.»
د پوهنتون استاد، اسلم دانشمل و ویل: « یوناما د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیا، خوراکي توکو او زدهکړو په برخو کې پروژې پلي کوي. دا په افغانستان کې یوه مهمه پانګونه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی، هیواد ځاځی وایي: « زموږ غوښتنه له ملګرو ملتونو دا ده چې خپلواک عمل وکړي او د افغانستان د رسمیت پېژندنې په اړه بېطرفه پرېکړه وکړي.»
له دې سره سم، روزا اوتونبایوا چې دغه غونډه کې د ګډون لپاره یې نیویارک ته سفر کړی، په ملګرو ملتونو کې یې د قطر له دایمي استازې سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د قطر بهرنۍ چارو وزارت ویلي: «دې کتنه کې هغوی د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د دغه هېواد له ثبات او پرمختګه د ملاتړ لپاره د روانو هڅو په تړاو خبرې وکړې.»
د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردک په دې اړه و ویل: « قطر په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره یو لوبغاړی دی، چې کولای شي اسلامي امارت له امریکا او نړۍوالې ټولنې سره ونښلوي او شته اختلافات کم کړي.»
د افغانستان پر وضعیت او د یوناما ماموریت پر غځېدو د امنیت شورا غونډه داسې مهال جوړیږي چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه ماموریت بې اغېز بللی و.
په دې اړه مو اندونه