د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمدالبو سعیدي په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وایي، ښاغلی متقي پلان لري چې په دې سفر کې له ځینو لوړپوړو چارواکو سره د کتو په لړ کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.
ښاغلی تکل په دې هکله وايي:«په پام کې ده، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د عمان سلطنت ته د بهرنیو چارو وزیر سربېره، د هغه هېواد نورو لوړپوړو چارواکو سره هم، د سیاسي، اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو اړیکو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.»
د چارو ځينې شنونکي عمان ته د امیرخان متقي سفر په بېلابېلو برخو کې د کابل او مسقط تر منځ د تعامل د رامنځته کېدو په برخه کې مهم ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی هادي قریشي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د ډیپلوماټیکو مسایلو له پلوه، باید د یوې هوکړې لپاره خپلې چمتووالی ولري، ترڅو دوی وکولی شي خپل سفیر هلته ولېږي او دوی هم خپل سفیر دلته راولېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکي میر شاکر یعقوبي هم وویل:«کهچېرې په افغانستان کې د عماني پانګوالو د جلب او جذب لپاره کار روان وي، نو دا سفر کولی شي مثبت وبلل شي او په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په لور ګام وي، چې افغانستان ته ګټه ورسوي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تر دې مخکې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی و.
په دې اړه مو اندونه