Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې اقتصادي ستونزو، کورنۍ د خپلو کورونو د توکو پلور ته اړې کړي

د هرات ځينې  اوسېدونکي د بې وزلۍ له امله اړ شوي، چې د خپل کور توکي وپلوري.

د هرات ښار په سوېل کې د کندهار دروازې په بازار کې هره ورځ سلګونه تنه د خپلو کورنيو لګښتونو پوره کولو لپاره د خپل کور توکي په ټيټه بيه پلوري.

د هرات ځينې اوسېدونکي وايي، چې بې وزلۍ يې ژوند تريخ کړی دی او مرستو ته اړتيا لري. 

د هرات اوسېدونکی حبیب‌الله په دې هکله وايي:«زه اړ یم چې د خپل کور توکي وپلورم؛ ځمکه مې لرله، و مې پلورله. کور مې وپلوره، او اوس په کرایي کور کې ژوند کوم.»

د هرات بل اوسېدونکي هدایت‌الله طلوع‌نیوز ته وویل:«هره ورځ سلګونه، ان زرګونه کسان دلته، د کندهار دروازې په سیمه کې، خپل د کور توکي راوړي او پلوري. 
دا ټول د بې‌وسۍ او مجبورۍ له امله دې ته اړ شوي دي.»

نوراحمد د خپل کور غالۍ دلته د پلورولو لپاره راوړې ده. د دغه ۶۵ کلن سړي پر غالۍ د سړک خاورې او دوړې پرتې دي؛ خو د پېرېدلو څوک نه شته.

نور محمد زیاتوي:«نن مې یوه غالۍ راوړه، سبا به جای‌نماز راوړم، بله ورځ به یوه دیګ‌بخار راوړم، بیا بله دیګ، ورپسې یوه بله غالۍ، ان تر دې چې د کور بالښتونه به هم راوړم او وبه‌یې پلورم.»

په دغه بازار کې د کورونو د دويم لاس توکو بيې ډېرې ټیټي دي. هر پلورونکی خپلې کورنۍ ته د يوه وخت ډوډۍ موندلو لپاره اړ شوی، چې د خپل کور توکې وپلوري.

هټۍوال مبین د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«ډېر خلک دلته له اړې د خپل کور توکي پلوري. دا توکي لوړ ارزښت لري؛ خو هغوی اړ دي، چې په ډېره ټیټه بیه یې وپلوري. موږ هم دا توکي له لږې ګټې سره نورو ښاریانو ته وړاندې کوو.»

بل هټۍوال اسماعیل محمدي هم څرګندوي:«هره ورځ لس تر پنځلس کسان له موږ سره راځي او د اقتصادي ستونزو له امله، هغه کورني توکي، چې په لوړه بیه یې اخیستي وي، په ناچیزه بیه پلوري.»

که څه هم د دغو توکو له پلورولو سره ښايي څو ورځې د کور دسترخوان ډک شي؛ خو ورو ورو کور له توکو خالي کېږي. دا روښانه نه‌ده، چې د ژوندانه دغه پړاو به تر کومه دوام وکړي؛ خو د دوی په وينا دا حالت به دوی نور هم بې‌وزله کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه