Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره نوې هڅې پيل شوې دي

د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د تېرې ورځې (یکشنبې، د کب ۱۹مه) د مذاکراتو له بې‌پایلې پاتې کېدو وروسته، د نویو خبرو اترو د پیل لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال یونس مهمند ویلي، چې د پاکستان له استازو سره په وروستیو غونډو کې هېڅ هوکړه نه‌ده ترلاسه شوې، اوس د نویو خبرو اترو د پيل او افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ خونې د استازو د بلنې لپاره هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا، دا ځل هڅه کېږي، چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي افغانستان ته سفر وکړي او په دې هکله خبرې اترې دوام پیدا کړي.

یونس مهمند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«پر دې به بله غونډه، ان‌شاالله که امکان و، دوی به افغانستان ته راځي او په سرحد کې به بل مجلس کېږي، موږ خپل دوه یا درې ورځنی راپور دلته له ولایتي چارواکو سره شریکوو، له جناب والي صاحب سره به یې شریک کړو او اجازه به یې واخلو.»

نوموړی زیاتوي چې د تورخم لارې تړل کېدل د دواړو غاړو سوداګرو ته هره ورځ څه باندې درې مېلیون ډالره زیان اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان له لوري د تورخم دروازې له تړل کېدو ۱۸ ورځې تېرېږي.

 سوداګر زلمی عظیمي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د پاکستان له لوري یوه جرګه وشوه، چې په صفري نقطه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه جرګه وشوه، پاکستاني لوري درې غوښتنې لرلې، چې د افغانستان د جرګې مشرانو هغه د افغانستان له مشرانو سره شریکې کړې؛ خو تراوسه کومه پرېکړه نه‌ده شوې، چې د پاکستان غوښتنې ومنلی شي او دروازه خلاصه شي، تراوسه دروازه بنده پاتې ده.»

ځینې شنونکي پر دې باور دي، چې پاکستان د تورخم او نورو بندرونو تړل د افغانستان پر سرپرست حکومت د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا طلوع‌نیوز ته وايي:«د تورخم بندېدل د افغانستان، مرکزي اسیا او پاکستان پر خلکو اقتصادي فشار راوړي. نو په داسې شرایطو کې، اقتصادي او سوداګریز مسایل باید په بشپړ ډول له سیاسته لېرې وساتل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«پاکستان غواړي، چې په تدریجي ډول پر افغانستان فشار راولي، ترڅو په سیاسي او جیوپولټیکي برخه کې بریا یا لاس‌ته‌راوړنه ولري.»

تر هغې وروسته، چې د اسلامي امارت ځواکونه د ډېورنډ فرضې کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو، پاکستان د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله او د دواړو لورو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه