Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران په نوي لمریز کال کې پر افغان کډوالو نوي بندیزونه لګوي

د ایران له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په لړ کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د اتباعو چارو عمومي مدیر اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې به بې اسنادو افغان کډوال له روغتیایي، ښوونیزو، ملکي معاملو او نورو خدمتونو محروم شي.

د نادر یاراحمدي له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، هغه کډوال چې د سرشمېرنې اسناد لري، باید د دغه مرکز د تګلارې او پروګرامونو له مخې، د قانوني حضور لپاره د ایران د دولت له ادارو سره لازمه همکاري وکړي.

۱- له مېرمنې او مېړه یو یې کډوالو د ثبت کارت او بل د سرشمېرنې پاڼه ولري.

۲-  یو یې د کډوالو د ثبت کارت ولري او مېرمن او اولادونه یې د سرشمېرنې پاڼې ولري.

۳- هغه کډوال چې معتبر پاسپورټ لري، خو وېزه یې ختمه شوې، باید جریمه ورکړي او نوې ویزه ترلاسه کړي.

۴- هغه کسان چې د کار پېژندپاڼه یا د کار کارت لري، باید قانوني اسناد ترلاسه کړي.

۵- هغه کډوال چې د پخواني حکومت کارکوونکي یا لوړپوړي چارواکي وو.

۶- هغه کډوال چې د سرشمېرنې پاڼه او معتبر پاسپورټ ولري، قانوني کېدلای شي.

ایران کې افغان کډواله معروفه اسحاقي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په ایران کې د کډوالو وضعیت خراب شوی دی. په دې وروستیو کې د کډوالو پر ضد چلند زیات شوی دی، او د پولیسو مامورین په بېلابېلو پلمو، حتا هغه کسان هم نیسي او بېرته افغانستان ته اړوي، چې قانوني ویزه او رسمي اسناد لري.»

بل پلو، ځينې افغان کډوال، چې په پاکستان او ترکیه کې ژوند کوي، هم له خپلو ستونزو سرټکوي.

پاکستان کې افغان کډوال رضا سخي طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ ټول اندېښمن یو، چې زموږ حالت به څنګه شي. هغه کسان چې ویزې، د پي‌او‌ار یا د اې‌سي‌سي کارټونه لري، اوس مهال ټول په پاکستان کې له ستونزو سره مخ دي.» 

ترکیه کې افغان کډوال فېروز څرګندوي:«په ټوله ترکیې کې هره ورځ نیونې روانې دي، او همدارنګه د ښارو په بېلابېلو برخو کې سیار موټر مامور شوي، چې نا قانونه کډوال ژر تر ژره ونیسي او تثبیت یې کړي.» 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو ۶۲ زره او ۸۹۳ افغان کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته راستانې شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مطلب حقاني په دې هکله وویل:«د روان کال په لړ کې له وري میاشتې د سلواغې تر وروستۍ نېټې کابو ۶۲ زره او ۸۹۳ کورنۍ په خپله خوښه او اجباري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې، چې د کسانو شمېر یې ۲۸۰ زره تنه کېږي، چې د دوی له جملې، ۲۰ زره او ۴۱۵ کورنۍ له پاکستانه، ۴۲ زره او ۲۹۳ کورنۍ له ایرانه او ۱۸۰ کورنۍ له ترکیې خپل هېواد ته راستنې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه تر ۳۵۰ زرو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه