Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اوسنیو چارواکو سره پر دوامداره تعامل د اسلامي همکاریو سازمان ټينګار

د اسلامي همکاریو سازمان او ترکیې له افغانانو د ملاتړ په موخه له اوسني چارواکو  سره  د خبرواترو پر دوام ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له مسوول سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
 
د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل پر اهمیت او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په تړاو د رغنده خبرو پر دوام ټینګار کړی دی

د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل او د بېلابېلو مسایلو په تړاو له اوسنيو چارواکو سره د رغنده خبرو اترو پر تعقیب ټینګار وشو.
دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او ثبات د ګډو موخو د پرمختګ لپاره د نظرونو تبادلې ته د دوام ورکولو لپاره پر خپلې ژمتیا ټينګار وکړ.»

 د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار په دې اړه وايي: دا د اسلامي ټولنې او د نړۍ د هېوادونو استازیتوب کوي، له همدې امله، له افغانستان سره ښه، دوامداره او مستحکمې اړیکې او د ترکیې په څېر د اسلامي هېوادونو کنفرانسونه د وضعیت د ښه والي او د افغانانو د ژغورنې لپاره مهم دي.

ترکیه هغه هېواد دی چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی او له اسلامي امارت سره یې خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم ترکیې ته په خپل سفر کې له دغه هېواد سره د دوه‌اړخیزو مسایلو د تعقیب لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو په تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې وې.

 د سیاسي چارو شنونکی، عزیز معارج هم وايي: د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونه کولی شي د ترکیې په همکارۍ له افغان چارواکو سره خبرې وکړي او د هېواد ستونزې د اسلام د دین په رڼا کې حل او فصل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او ترکیې ترمنځ سیاسي سلا مشورې مهمې بللې وې او ویلي یې وو چې ترکیه غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه