Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي د اړیکو نوي پړاو پرانیستو په پار مسقط ته سفر کړی

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمدالبو سعیدي په مسقط کې، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، چې دواړو لورو په دغې کتنه کې عمان ته د افغانستان د صادراتو د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د پیل او د ډېرو همکاریو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې اترې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول زیاته کړې:«دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.»

په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د جګړې پای، له سیمې او نړۍ سره د متوازنو اړیکو رامنځته کېدل او د سیمه‌ییز امنیت پیاوړتیا، د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.ښاغلي متقي دغه‌راز، په عمان کې د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرېدو، د افغاني توکو پر صادرېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلېدو او په سوداګریزو اړیکو کې د اسانتیاو پر رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«عمان کولی شي، چې له عربي ټولنې، اسلامي او لوېدیځو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې کړي یا د دغو اړیکو د پراخولو په برخه کې مرسته وکړي.»

 د اقتصادي چارو شنونکي محمد کریم عظیمي هم وویل:«زموږ ځینې توکي د نورو هېوادونو له لارې په غیرمستقیم ډول عربي بازارونو ته ځي، او زه باوري یم، که‌چېرې موږ له ځینو هېوادونو سره اړیکې ولرو او عربي بازارونو ته مستقیم لاسرسی ومومو، نو زموږ صادرات به د پام وړ زیات شي.»

امیرخان متقي د یکشنبې‌ په ورځ عمان ته ولاړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دا سفر د عمان د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه شوی دی.

دواړو لورو په دغې کتنه کې عمان ته د افغانستان د صادراتو د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د پیل او د ډېرو همکاریو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې اترې کړي.

تصویر بندانگشتی

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمدالبو سعیدي په مسقط کې، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، چې دواړو لورو په دغې کتنه کې عمان ته د افغانستان د صادراتو د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د پیل او د ډېرو همکاریو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې اترې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول زیاته کړې:«دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.»

په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د جګړې پای، له سیمې او نړۍ سره د متوازنو اړیکو رامنځته کېدل او د سیمه‌ییز امنیت پیاوړتیا، د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.ښاغلي متقي دغه‌راز، په عمان کې د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرېدو، د افغاني توکو پر صادرېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلېدو او په سوداګریزو اړیکو کې د اسانتیاو پر رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«عمان کولی شي، چې له عربي ټولنې، اسلامي او لوېدیځو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې کړي یا د دغو اړیکو د پراخولو په برخه کې مرسته وکړي.»

 د اقتصادي چارو شنونکي محمد کریم عظیمي هم وویل:«زموږ ځینې توکي د نورو هېوادونو له لارې په غیرمستقیم ډول عربي بازارونو ته ځي، او زه باوري یم، که‌چېرې موږ له ځینو هېوادونو سره اړیکې ولرو او عربي بازارونو ته مستقیم لاسرسی ومومو، نو زموږ صادرات به د پام وړ زیات شي.»

امیرخان متقي د یکشنبې‌ په ورځ عمان ته ولاړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دا سفر د عمان د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه