د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، ایران چمتو دی، چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند کهڅه هم په دې هکله جزییات نهدي ورکړي؛ خو په یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی، چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره خبرې اترې روانې دي.
هغه هیله ښودلې، چې دا خبرې به د دوه اړخیزو اړیکو د اهمیت پر ګډ درک ولاړې وي او د پام وړ او اغېزناکې پایلې به ولري.
اسماعیل بقایي خبریالانو ته ویلي:«موږ په ګاوندي هېواد افغانستان کې د اوږدمهاله امنیت او ثبات د ټينګښت لپاره همکارۍ ته چمتو یو. د یو هېواد بهرنی سیاست یوازې د یوه یا څو کسانو له بدلون سره نه ټاکل کېږي او نه بدلېږي. د هر هېواد بهرني سیاستونه، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکو کې، د مشخصو چوکاټونو او روښانه پروسو په اساس ترتیب کېږي.»
بلخوا، د سیاسي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي، چې که څه هم ایران تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو له سرپرست حکومت سره یې ډیپلوماټيکې اړیکې پیاوړې کړي او له هغو هېوادونو دی، چې په دې وروستیو کې یې په تهران کې د افغانستان ډیپلوماټیکه استازولۍ اسلامي امارت ته سپارلې ده.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ طلوعنیوز طلوعنیوز ته وايي:«د ایران د اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو او دیپلوماتیکو اړیکو پرمختګ له افغانستان سره مثبت روان دی؛ خو دا چې تر اوسه یې د افغانستان حکومت په رسميت نهدی پېژندلی، دا د نړۍ او په ځانګړې توګه له امریکا سره تړاو لري، چې د هېوادونو واکمن دی. سیمهییز هېوادونه وېره لري، کهچېرې افغانستان ته رسميت ورکړي، نو د نړۍ له لوري ګواښل کېږي.»
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل سفر کې، د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي و، او د سرحدي مسایلو، د حقابې، له داعش سره د مبارزې، اقتصادي همکاریو، مخدره توکو او ګډو ګواښونو په تړاو یې خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه