Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ مشورتي غونډه وشوه

ننګرهار کې د یوې مرستندویه موسسې په همکارۍ د متشبثینو د بسیاینې او د ستونزو حل په موخه مشورتي ناسته وشوه. 

ذاکرالله حبیبزي چې نږدې یوه لسیزه وړاندې په جلال‌اباد ښار کې د مصاله جاتو د تولید کارخونه جوړه کړې، د کوچنیو کاروباریانو دې مشورتې ناستې ته ددې لپاره راغلی چې د خپل کاروبار د غوړېدا په موخه د نورو پانګه والو مشورې ترلاسه او خپل کاروبار ته وده ورکړي. 

ننګرهار کې یو متشبث، ذاکرالله حبیبزی وايي: (په لومړیو کې مو د یو څو ډوله مصاله جاتو تولید درلود چې د وخت په تېرېدو سره مو وکولی شول دددوه اویا ډوله مصاله جاتو تولید ولرو، کله مو چې دا برنامه پیل کړه نو ومو ویل چې څنګه یو څو تنه هیوادوالو ته د کار زمینې ترڅنګ د خپلو زراعتي اجناسو تولید دلته پیل کړو.)

پانګه وال د کاروبار د ودې او ستونزو د حل په برخه کې دغه ډول ناستې اغېزناکې ګڼي او پر دوام یې ټینګار کوي.   

ننګرهار کې یو بل متشبث، رفیق الله هم وايي: (چې څنګه کوچني کاروبار ته وده ورکړو او کومې ستونزې چې کار کې رامنځته کیږي،دا مو یو بل سره شریکې کړې.)

عبدالجبار نیازي هم چې یو متشبث داسې وايي: (مونږ په مستقیم ډول کولی شو چې خپل غږ تر چارواکو ورسوو، هغوی موږ ته حل لاره پیدا کړي؛ تر څو زمونږ مشکلات ورباندې حل شي.)

په همدې حال مسوولین او ددغې ناستې تنظیم کوونکي وايي، موخه یې د کوچنیو کاروباریانو ستونزې اورېدل او ورته د اړینو اسانتیاوو برابرول دي.  

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، شاکرالله ستانکزی، بیا وايي: (دلته که د برېښنا، د بازار موندنې او د مالي امکاناتو  ستونزه ده، په ټولو بحث وشو دې ته به د حل لارې لټول کېږي او بیا به له اړونده ریاستونو سره دا ستونزې شریکوو.)

د غونډې سمبالوونکی، نقیب الله درانی وايي: (زمونږ هدف دادی چې دا ټول سره یو ځای شي،کېني، همغږي سره وکړي اړوند ارګانونه او بانکونه چې دي،خصوصي سکتور یا نړیوال سازمانونه دي دا سره کېني شته فرصتونو او ننګونو باندې بحث وکړي او ددې لپاره حل لاره را وباسو او بل هغه واړه کاروباریان چې دلته راغلي دي د  بانکونو استازي راغلي دوی سره دې کېني د پور د ورکړې په اړه دې بحثونه سره وکړي او پور ترلاسه کړي.)

د دې ناستې تنظیموونکي دغه راز زیاتوي چې کوچنیو کاروباریانو ته یې د کاروبارونو د پراختیا په موخه د ځینو خصوصي بانکونو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې چې کوچنیو کاروباریانو ته له بانکونو څخه د اسلامي پور اخېستنې شرایط وړاندې او هغوی پور ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه