د کډوالۍ نړۍوال سازمان یا "آی، او،ام" افغانستان ته له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو په موخه د اېټالیا د ۳٫۵ مېلیونه یورو مرستو خبر ورکړ.
دغه سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغو مرستو سره به افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کسانو لاسنیوی وشي. او زیاتوي چې دغه مالي مرستې، هغه مهال چې، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د زیاتوالي په حال کې دي، حیاتي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي:«د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) افغانستان ته د کډوالو تر راستنېدو وروسته د بشري مرستو د ملاتړ لپاره د اېټالیا د ۳.۵ مېلیونه یورو مرستې چې د اېټالیا د پراختیايي همکارۍ د بنسټ له لوري چمتو شوي، هرکلی کوي.
دا مرسته په داسې حساس وخت کې کېږي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري راستنېدل د زیاتېدو په حال کې دي.»
د کډوالو د حقونو فعال جمعه خان پویا په دې هکله وویل:«ټول هغه هېوادونه چې کډوال یې منلي دي، مکلف دي چې د نړۍوالو اسنادو په رڼا کې د هغو کډوالو په جبري توګه ایستلو څخه په جدي توګه مخنیوی وکړي، چې ژوند یې په خطر کې دی.»
له دې مخکې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې له ټولو «بهرنیو ناقانونه وګړو» او د افغاني تابعت (اېسيسي) کارټ لرونکو څخه غوښتي وو چې، د روان کال د مارچ ماشتې له ۳۱مې مخکې دغه هېواد پرېږدي، هغه ضربالاجل چې، د ځينو افغان کډوالو اندېښنې یې راپارولي دي.
افغان کډوال اوس د پاکستان له حکومته غواړي، چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل وغځوي.
په پاکستان کې افغان کډوال حشمت په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«ډېر شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. شواهد او اسناد ښيي چې یو شمېر کډوال، چې قانوني اسناد هم لري، د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي. ځینې یې د ډېرې پیسې په بدل کې خوشې شوي، خو یو شمېر نور بېرته افغانستان ته استول شوي دي.»
پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله شبانه وايي: «د کډوالو ایستل د پاکستان تر ټولو سخته پرېکړه ده. زه د پاکستان له حکومته هیله لرم چې له افغان کډوالو سره نرمه رویه وکړي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، کهچېرې نا قانوني بهرني وګړي په ټاکل شوې نېټه ونه وځي نو د دوی د ایستلو بهیر به د روان کال د اپریل په لومړۍ نېټه پیل شي.
په دې اړه مو اندونه