د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (یوایناوډيسي) وايي، د ۲۰۲۲ کال پر تله په افغانستان کې د یو کیلو ګرام تریاکو بیه لس برابره لوړه شوې ده.
د دغه دفتر د راپور لمخې، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د افیوني توکو د زېرمو کچه شاوخوا ۱۳ زره او ۲۰۰ ټنه اټکل شوې وه او دغه کچه افیوني توکي تر ۲۰۲۷ کاله د افغانستان د تریاکو لپاره کافي دي.
راپور کې راغلي چې افغانستان کې د یو کیلو تریاکو بیه تېر زېږیز کال کې ۷۵۰ ډالرو ته رسېدلې وه چې د تولید له کموالي سره سره د تریاکو لوړه بیه لا هم د لویو قاچاق کوونکو په ګټه ده.
یوایناوډيسي زیاته کړې چې د اسلامي امارت له بندیز وروسته د نشه یي توکو په تولید کې کموالی د هیروینو او تریاکو په قاچاق کې د کمښت لامل شوی، چې له همدې امله د دغو توکو د کشف اندازه له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۵۰ سلنې کمه شوې ده.
راپور کې راغلي: « په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د وچو تریاکو بیه څو ځله لوړه شوې ده. د اسلامي امارت تر واکمنۍ مخکې اوږدمهاله اوسط په هر کیلوګرام کې ۷۵ ډالره وو. د ۲۰۲۱ کال په دویمه نیمایي کې د نشه يي توکو د بندیز تر اعلان پورې د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشت کې د یو کیلوګرام تریاکو بیه څه کم ۱۱۰ ډالرو ته لوړه شوه. په ۲۰۲۳ کال کې د راتلونکي فصل د کښت دورې په پیل کې په هر کیلوګرام کې بیې شاوخوا ۳۰۰ ډالرو ته لوړې شوې.»
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي، ۲۰۲۳ کال کې د کښت تر کمښت وړاندې د تریاکو ټولې زیرمې ۴.۶ تر ۵.۹ میلیارده ډالره ارزښت لري، چې ښایي د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان اقتصادي ستونزې کمې کړي.
دغه بنسټ دغه راز ټینګار کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې یوازې ۳۰ سلنې افغان کروندګرو کوچنۍ او منځنۍ زیرمې لرلې چې دا ښیي ډېری بزګران چې تریاک یې کرل، اوس له مالي ستونزو سره مخ دي.
کروندګر، بخت محمد وایي: د کوکنارو کښت تر منع کېدو وروسته موږ باید بدیل کښت ولرو. سربېره پر دې، اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او کرنیزو درملو ته اړتیا لرو. پخوا دا توکي له بېلابېلو ادارو ورکول کېدل، خو اوس بند شوي دي.»
خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې يې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخه نيولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: «کله چې تولید او عرضه نه وي، نو څرګنده ده چې بیې به څو برابره لوړې شي. د یاد دفتر څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت د نشه یي توکو د لمنځه وړلو جدي هڅې ثابتوي.»
تر دې وړاندې د ايران د ولسمشر استازي او د دغه هېواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې عمومي منشي ادعا کړې وه، چې تریاک او ميتافتامين په افغانستان کې په ځمکتلونو کې توليدېږي.
په دې اړه مو اندونه