Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واخان سړک د دویمې برخې د جوړولو تړون لاسلیک شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له یوه کورني شرکت سره د بدخشان د واخان سړک د دویمې برخې د جوړولو تړون لاسلیک کړ. 

د دغه وزارت سرپرست وايي، د واخان دغه سړک ۷۱ کیلومټره اوږدوالی لري او پر جوړولو یې ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه مناسبت جوړ شوي پروګرام کې د واخان سړک اقتصادي اهمیت ته په اشارې زیاته کړه چې دغه سړک کولای شي د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او افغانستان په مستقیم ډول له چین سره ونښلوي.

هغه و ویل: « دا به د اسلامي امارت او چین لپاره اقتصادي، لنډه او ډېره ګټوره لار وي، چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات ترسره کیږي.»

ښاغلي اخندزاده د خپلو خبرو په دوام، د واخان سړک د جوړولو پر وړاندې هر ډول ستونزې بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه چې د هوا په ښه کېدو سره به یې په دواړو خواو کې د رغونې چارې پیل شي.

محمد یونس اخندزاده و ویل: «په تېرو کلونو کې د بدخشان دغې سیمې ته لازمه پاملرنه نه وه شوې، خو اوس اسلامي امارت هڅه کوي د واخان خلکو ته اساسي اسانتیاوې برابرې کړي.»

د قراردادي شرکت رییس سړه هوا د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې له سترو ستونزو بولي او ټینګار کوي چې دغه پروژه به په ټاکلي وخت بشپړه کړي.

د قراردادي شرکت رییس، غوث الدین و ویل: « سیمه کې د یخنۍ، خرابې هوا او د اکسیجن کمښت ستونزې شته. زموږ کارکوونکي کله نا کله د هوا د کمښت له امله ناروغه کیږي، نو موږ نشو کولی هلته ټول کال کار وکړو، یوازې څلور یا پنځه میاشتې د کار کولو فرصت لرو. خو د خوښۍ خبره دا ده چې امنیتي ستونزې نشته.»

اسلامي امارت د واشنګټن پوسټ هغه راپور هم رد کړی، چې ګواکې د واخان سړک د جوړولو بهیر له امنیتي او مالي ننګونو سره مخ دی.

د اقتصاد وزارت ویلي، افغانستان، چین، او د سیمې هېوادونه د دې پروژې د عملي کولو سیاسي او اقتصادي اراده لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه