Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازو پر امنیتي اندېښنو خبرې کړې دي

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپل چینايي سیال سره کتنه کې له افغانستانه د امنیتي اندېښنو د کچې د لوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.

محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه کتنه کې یې د ټي ټي پي، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د داعش خراسان څانګې د ګواښونو په تړاو خپلې ګډې اندېښنې مطرح کړي او دغه راز یې د یادو ډلو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

دواړو خواو د افغانستان په اړه د درې اړخیزو او څو اړخیزو ناستو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

محمد صادق ویلي: « موږ په افغانستان کې په ځانګړي تمرکز سره د مخ پر ودې جیوپولیټیک لیدلوري او د امنیتي اندېښنو د زیاتوالي په اړه ژورې خبرې وکړې.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال تېره ورځ (چهارشنبه) له افغان خاورې ګواښونه رد کړل او ویلي یې و چې دمګړۍ په افغانستان کې امنیت تامین دی او ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني و ویل: «که امکان ولري چې موږ همغه مثلث او پروګرامونه وڅارو چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي او سیاسي همکارۍ رامنځته شي. ځکه درې واړه هېوادونوه له یو بل سره نښتي دي. خو له بده مرغه، پاکستان تل د نیوکې پر ځای بله هیڅ هڅه نه کوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، احمدخان اندړ و ویل: « د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې، جګړه او اشغال پایته رسېدلی او هغه سرتاسري امنیت تامین شوی چې زموږ خلکو یې له نیمې پېړۍ راهیسې هیله لرله. زموږ امنیتي ځواکونه د ترهګریزو ډلو پر ضد مبارزه کوي او په ځپلو کې یې بریالي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان، چین او روسیې په ګډون د ځینو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د تېرې دوشنبې ورځې په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه