Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امیرخان متقي له عماني چارواکو د افغان بندیانو د حبس مودې کمولو غوښتنه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مسقط کې له عماني چارواکو سره په کتنو کې په دغه هېواد د افغان بندیانو د بند په مودو کې د کمښت د راوستو او د کونسلي چارو پر وړاندې د شته ستونزو د حلېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي عمان ته د خپل سفر په لړ کې د عمان د سلطنتي دفتر له وزیر، د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې له وزیر، د سوداګرۍ د خونو له مشرانو او د اوقافو او دیني چارو له وزیر سره کتلي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیا احمد تکل وايي: د دواړو لورو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او خوړو مصونیت سربېره په سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانسپورټ هم د نظر تبادله وکړه. او هوکړه وشوه چې کاري ټیمونه به تخنیکي خبرې پیلوي. 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه راز وایي چې امیرخان متقي د عمان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سره پر دې هوکړه ی چې د کابل او مسقط ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکتور تګ راتګ زیات شي.

ځینې شنونکي پر دې باور دي چې د افغانستان او عمان ترمنځ د اقتصادي او سوداګر اړیکو پراخېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: عمان سره زموږ سوداګریزې اړیکې ښې دي او اسلامي امارت باید پر یو څو مشخصو خبرو باندې ورسره مخ ته ولاړ شي. عمان تر ډېره حده بشري ځواک ته اړتیا لري. هلته ودانیزې چارې دوام لري او زموږ ځوانانو ته پکې ښه زمینه برابرېدای شي. بل خوا زموږ توکو او صادراتو ته هم زمینه برابریږي.  

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالشکور هډه وال هم په دې برخه کې وايي: دغه لیدنې کتنې به ان شاالله د اقتصادي او سیاسي پلوه ډېرې مثمرې او پایله ورکوونکې وي. ځکه عمان هغه هېواد دی چې د نفتو په را ایستنه او نورو پانګونو کې ځانګړې تجربه لري. نو کېدای شي چې د دواړو لورو ترمنځ د کانونو په برخه کې ځينې هوکړې وشي.  

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د عمان پلازمېنې مسقط ته ورسېد او تر دې وړاندې یې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه