د تورخم بندر د تړل کېدو دوه ویشت ورځې پوره شوې.
خو تر اوسه د اسلامي امارت او د پاکستان استازو ترمنځ مذاکراتو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
د سیاسي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې د تورخم بندر او نورو سرحدي ستونزو د حل لپاره باید یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي څو دا ستونزې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی وايي: داسې تړونونه لکه په تورخم کې چې د اپټا تړون هم لاسلیک شوی دی. نړۍوال ټي آی ار او ټي اي او، دغه کنوانسیونونه او نړۍوال کنفرانسونه هم شته دی. نو د دې لپاره باید یوه داسې کمیټه جوړه شي چې د سوداګرۍ او تګ او راتګ او کډوالو موضوع دا پکې څرنګوالی بیا مومي، ځکه جګړه د حل لار نه ده.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، عزیز معارج بیا وايي: غوره ده چې دا موضوع له ډيپلوماټيکو لارو حل شي. مذاکرات وشي. ډيپلوماټيکه مجرا شته نو هره ستونزه که وي. نړۍوال اصول موجود دي او باید دا موضوع حل شي ځکه دوام یې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د تورخم بندر د تړل کېدو له امله یې پر خوراکي توکو بار۵۰ لارۍ د تورخم هغې غاړې ته په پېښور کې اېسارې پاتې دي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافی هم وايي: تورخم بندر د فېبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلی دی. زرګونه لارۍ دواړو لورو ته درول شوې دي. په دغو کې د خوړو نړۍوال پروګرام نږدې ۵۰ لارۍ هم شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر هغه وخته به تورخم بندر خلاص نه کړي، تر څو چې د اسلامي امارت له لوري د تاسیساتو جوړول ونه درول شي.
د دغه وزارت په وینا، د اسلامي امارت له لوري د نویو پوځي پوستو د جوړولو هڅه د تورخم د تړل کېدو لامل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه