Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوه سازمان څېړنه؛ د کابل او تاشکند په اړیکو کې ځينې اختلافات شته

اکپس څېړنیز سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د ازبیکستان او اسلامي امارت ترمنځ له ښو اړیکو سره سره، د دواړو خواوو ترمنځ ځینې اختلافات هم شته.

د دغه سازمان د راپور له مخې، دا اختلافات د مخکیني حکومت پرمهال ازبیکستان ته د لېږدول شویو چورلکو د سپارلو، په افغانستان کې «د ازبیکستان اسلامي غورځنګ» د شتون ادعاوې او د قوش‌تېپې کانال په ګډون د ځينو مسایلو له امله رامنځته شوې دي.

په دغه څېړنیز راپور کې راغلي:«د طالبانو سرپرسته اداره غواړي هغه ۵۰ چورلکې وروسپال شي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د هوايي ځواک له خوا ازبیکستان ته وړل شوې دي. دغه‌راز د امو سیند د سرحدي اوبو د مدیریت په تړاو اندېښنې او ترینګلتیاوې شته، چې کېدای شي د افغانستان له خوا د قوش‌‌تېپې کانال تر بشپړېدو وروسته نورې هم زیاتې شي.»
   
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«سیمه‌ییزې اجماع ته اړتیا لرو، سیمه‌ییز تعامل ته اړتیا لرو، په اړیکو کې تعادل ته اړتیا لرو؛ نو د افغانستان اسلامي امارت دولت باید دې مسایلو ته متوجه شي.»

د راپور له مخې، له لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته د ازبیکستان لېوالتیا او د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو له لګول شویو محدودیتونو سره مخالفت، د اسلامي امارت او ازبیکستان ترمنځ د اختلافاتو د نورو عواملو په توګه یاد شوي دي.

بلخوا، اسلامي امارت وايي، چې ازبیکستان له افغانستان سره په اړیکو کې ځینې ملاحظات لري؛ خو دا مسایل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو لامل نه‌دی شوی.
 
 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«ځینې ملاحظات چې د هېوادونو ترمنځ رامنځته کېږي، طبیعي ده. کله ناکله غوښتنې توپیر لري؛ خو دا هېڅکله له کوم هېواد سره د اختلاف په معنا نه‌ده.»

 د سیاسي چارو شنونکي جنت فهیم چکري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په ټولیزه توګه، د ازبیکستان او افغانستان لپاره ضروري ده، چې ښه ګاونډیتوب وساتي.»

په تېرو درېیو کلونو کې ازبیکستان له سرپرست حکومت سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لرلي او د اسلامي امارت سفیر یې په رسمي توګه منلی دی؛ خو داسې ښکاري چې د ازبیکستان له لوري امریکا ته د افغانستان د «بلک هاک» چورلکو سپارلو، د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه