د متقاعدینو د اعتراضونو په لړ کې، نن (شنبې) د هغوی ځينو یوځل بیا، د دولت له لوري د حقونو د نهورکړې له امله د خزینې ریاست مخې ته اعتراض وکړ.
معترض متقاعدین یوځل بیا وویل چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره د روژې مبارکه میاشت تېروي.
دوی وايي، چې له څلورو کلونو راهیسې هره ورځ د تقاعد د خزینې ریاست مخې ته په دې هیله راځي، چې خپل حقوق ترلاسه کړي؛ خو تر اوسه د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو نهدي بریالي شوي.
یو له متقاعدینو عبدالحنان اوریاخېل د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«موږ هغه تقاعد چې هر کال مو ترلاسه کوه، هماغه غواړو. زموږ ښځه او کوچنی اولاد هم حق لري، چې زموږ تقاعد ترلاسه کړي.»
د متقاعدینو استازي عبدالخالق داسې وویل:«موږ دې خاورې ته خدمت کړی او زموږ ږیره د خدمت په لار کې سپینه شوې ده. په غرونو کې ګرځېدلي یو او دې هېواد ته مو خدمت کړی دی. ټول متقاعدان چې تاسو یې وینئ، اقتصادي وضعیت یې خراب دی.»
د متقاعدینو په ډله کې هغه سړي، چې پخوا یې په دفاع وزارت کې دنده ترسره کوله، د طلوعنیوز خبریالې ته ویلي، چې اوس شپه او ورځ له خورا ډېرو ننګونو او ستونزو سره تېروي.
متقاعد قادر زیاتوي:«موږ په کور کې اوړه نهلرو، غوړي نهلرو، هېڅ شی نهلرو. زموږ حقوق باید راکړل شي. د یوناما او ملګري ملتونه دفترونه هم دلته دي؛ خو موږ تراوسه هېڅ مرسته نهده ترلاسه کړې.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو یو فرمان صادر کړی و؛ خو اوس اوس دا معلومات نشته، چې دا حقوق به څه وخت ورکول کېږي.
په دې اړه مو اندونه