Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا سبا د یوناما د ماموریت غځولو په هکله د رای اچونې بهیر پیلوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به سبا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د ماموریت د غځولو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل کړي.

د دغې شورا په راپور کړې راغلي، چې د یوناما د ماموریت د پرېکړه‌لیک مسوده، په دندو او په لومړیتوبونو کې له بدلون پرته وړاندې شوې او په دغې مسوده کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو، د افغانستان اقتصادي او انساني وضعیت، ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو قاچاق او کورنیو بې‌ځایه شویو وضعیت اړوند موضو‌ع‌ګانې شاملې دي.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي:«په دې مسوده کې څو موضوع‌ګانې له هغې ډلې، بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونه، په افغانستان کې اقتصادي او انساني وضعیت، ترهګري، د نشه‌يي توکو قاچاق، سپکې وسلې، داخلي بې ځایه شوي او د طبیعي پېښو اړوند مسایل شامل دي.»

پخواني ډیپلوماټ عزیز معارج په دې اړه وویل:«د یوناما د ماموریت غځېدل د افغانستان په ګټه دی، ځکه دا کولی شي له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو یوه کړکۍ وي. افغانستان دا مهال په نړۍوال انزوا کې دی، او د یوناما د ماموریت غځېدل د هېواد په ګټه تمامېږي.»

د امنیت شورا د راپور له مخې، سره له دې، چې د دغې شورا غړي به له کوم اساسي بدلون پرته په افغانستان کې د یوناما د ماموریت پر غځېدو هوکړه وکړي؛ خو د پراختیايي مرستو، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، ژمنتیاو، حساب ورکړې او د چاپېریال ساتنې اړوند موضوع‌ګانې بیا هغه مسایل دي، چې د امنیت شورا غړي پرې یوه خوله نه‌دي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه عنایت‌الله همام په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دوی باید نه‌ یوازې د نړۍوالې ټولنې استازیتوب وکړي؛ بلکې د افغانستان د ټولنې استازیتوب هم وکړي او د باید افغان ولس ارمانونه ولېږدوي.»

اسلامي امارت په دې تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې ویلي وو، چې په افغانستان کې د یوناما د تېر کال ماموریت ګټور نه‌وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه