د کابل ښارولۍ په پلازمېنه کې ښاریانو ته کتاب، مجله، تکه یې خلطې او بروشرونه په وړیا ډول ویشلي دي.
د ښاروالۍ مسوولین د ښاري کلتور د دودېدو لپاره دغه ډول پروګرامونه اغېزناک ګڼي او پر دوام یې هم ټینګار لري.
د کابل ښارولۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: «موږ هڅه کوو چې په کابل کې هغه کلتورونه چې ناوړه او له ستونزو ډک دي، کمزورې کړو او پر ځای یې ښه کلتورونه رواج کړو.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د کابل ښاروالۍ دغه چاره ستايي او همداراز له نورو کابل مېشتو غواړي چې، د ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي.
صمیم، چې د کابل یو اوسېدونکی دی، وايي: «د داسې پروګرامونو تنظیمول زموږ د ځوان نسل لپاره ډېر ښه دي، څو مطالعې ته مخه کړي او د ټوکرې کڅوړو کارول خپل عادت وګرځوو، څو زموږ ښار له ککړتیا وژغورل شي.»
عبدالظهور، چې د کابل بل اوسېدونکی دی، زیاته کړه: «ډېر مهمه ده چې موږ خپل چټلي د خځلو سطل ته واچوو، څو زموږ ښار پاک پاتې شي؛ خو له بده مرغه، ډېری ځوانان کله چې نوشابه څښي، بوتل یې پر سړک غورځوي.»
وسیعګل، چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، وايي: «د خپل ښار په پاک ساتلو کې باید د هر هېواد وګړی ونډه واخلي.»
ښاري کلتور د قواعدو او اصولو یوه مجموعه ده چې، په مراعتولو سره یې په ښار کې نظم رامنځته کېږي.
په دې اړه مو اندونه