Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت: د پاکستان سیاستونه له ماتې سره مخ دي

د چمن پرلت کوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې پاکستان کې وروستیو ناامنیو ته له نغوتې سره ویلي، چې د پاکستان کورني او بهرني سیاستونه له ناکامۍ سره مخ دي.

پرلت کوونکي زیاتوي، پاکستان د خپلو خلکو ترڅنګ له ګاونډيو هېوادونو سره هم د ښه ګاونډيټوب د اصل خلاف سياست ته مخه کړې، چې له همدې امله په‌کې ستونزې ورځ تر بلي زياتېږي.

د چمن پرلت مشرتابه غړی اعظم خان په دې هکله وايي:«د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ تګلاره ناکامه ده، پاکستان له هېڅ هېواد سره ښې اړيکي نه‌لري. له هېڅ ګاونډي سره ښې اړيکي نه‌لري؛ بلکې دوه مخی چلند ورسره کوي. د دغه هېواد جګپوړي چارواکې په انساني قاچاق او فساد کې ښکېل دي.»
 
د چمن پرلت ځينې نور غړي وایي، بنسټيزه غوښتنه يې د چمن-سپين بولدک پر دروازه له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ دی؛ خو که د پاکستان حکومت يې دغو غوښتنو ته رسېدنه ونه‌کړي؛ نو له کوچني اختر وروسته به د صادراتو او وارداتو پر مخ لار وتړي.

د چمن پرلت غړی غوث‌الله وايي:«ولې پر تګ راتګ خاموشي ده؟. پر منشياتو جرګه راغوښتل کېږي او که‌چېرې له يوه چارواکي سره ناسم چلند وشي جرګه راغوښتل کېږي؛ خو دلته د پښتنو د رشتو، کاروبار او تګ راتګ موضوع او ستونزه ده ولي جرګه نه‌راغوښتل کېږي»

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی هم څرګندوي:«پرلت بله هېڅ غوښتنه نه‌لري، يوازې زموږ غوښتنه له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ غوښتنه ده او که‌چېرې زموږ غوښتني ونه منل شي، د اختر وروسته به د چمن-سپين بولدک لارې وتړو.»

پاکستان چې د تاوتريخوالي او ناکراريو له تازه څپې سره مخ دی، د چمن پرلت کوونکو د غوښتنو او څرګندونو په تړاو يې لا تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د چمن پرلت ځينې نور غړي وایي، بنسټيزه غوښتنه يې د چمن-سپين بولدک پر دروازه له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه