د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، افغاني غالۍ پاکستان او ایران ته له قاچاق کېدو وروسته د همدغو هېوادونو په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.
هغه غالۍ چې په هنر او د افغان ښځو د لاسونو په زیار اوبدل کیږي، په دې ورځو کې یې پېرودونکي کم شوي دي.
د هرات غالۍ پلورونکي وایي، د افغانانو په لاس اوبدل شوې غالۍ د قاچاقبرانو له لوري ګاونډیو هېوادونو ته وړل کیږي او له هغه ځایه د نورو هېوادونو په نوم نړۍوالو بازارونو ته صادریږي.
په هرات کې د لاسي غالیو پلورونکو د صنف وکیل، عزت الله یوسفي وايي: "د افغانستان لاسي غالۍ ایران او پاکستان ته قاچاقېږي او د ایراني غالۍ او پاکستاني غالۍ په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي."
په تېر کې د دې لاسي غالیو ډول ډول رنګونو او تارونو په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د کلتور او هنر استازولي کوله، خو اوس یې د هېواد دننه هم بازار سوړ دی.
غالۍ پلورونکی، عبدالغفور اقبالي بیا وايي: "افغاني غالۍ پاکستان ته وړي، هلته یې وینځي، او بیا یې د پاکستاني غالۍ په نوم جرمني، امریکا او نورو هېوادونو ته صادروي."
ګاونډیو هېوادونو ته د افغاني غالیو قاچاق او له هېواده یې د صادراتو کمښت په کورنیو بازارنو کې هم د دغو غالیو بیې راټیټې کړي دي.
دې مسالې په هرات کې افغاني غالۍ اوبدونکي خپلو تولیداتو کمولو ته اړ کړي دي.
غالۍ پلورونکی، اقا محمد هم وايي: "غالۍ نه صادریږي. د نخي یو کیلو په ۶۰۰ افغانیو اخلو، خو کله چې غالۍ پلورو، ان په ۳۰۰ افغانیو هم نه خرڅېږي. مثلاً د یوې غالۍ لګښت ۳۰۰۰ افغانیو ته رسېږي، خو څوک یې په ۲۰۰۰ افغانیو هم نه اخلي."
د افغاني غالیو ښکلا او ظرافت لا پر خپل ځای پاتې دی، خو بازارونه یې ساړه شوي دي.
افغاني غالۍ د خپل لوړ کیفیت او ځانګړتيا له امله نړۍوال شهرت لري.
په لاسونو اوبدل شوې او دودیزې افغاني غالۍ تر ډېره د هېواد په شمال او لویدیځ ولایتونو کې توليدېږي.
په دې اړه مو اندونه