له نږدې یو میاشتني ځنډ وروسته د تورخم دروازه د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوه. سیمهییز مسوولان وایي، دواړه لوري د پرلهپسې غونډو په پایله کې هوکړې ته رسېدلي، چې دغه دروازه نن (چهارشنبې، د کب په ۲۹مه) مازدیګر مهال د ټرانزیت پر مخ پرانیستل شوه.
د دغې هوکړې پر بنسټ، دغه لار به د جمعې په ورځ د هر ډول تګ راتګ پرمخ هم پرانیستل شي.
د دغې لارې تړل کېدو له امله نه یوازې مسافر او بېړني ناروغان له ستونزو سره مخ وو؛ بلکې د کرښې دواړو خواوو سوداګرو ته مېلیونه ډالر تاوان اوښتی دی.
د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت په دې هکله وايي:«د جرګې له لارې دغه لار په څلور بجو د موټرو پرمخ باندې خلاصه شوه او د مسافرو پرمخ زموږ هوکړه پهدې وشوه، چې سیستمونه خراب دي هغه به د جمعې په ورځ د مسافر او ناروغانو پرمخ خلاصه شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند طلوعنیوز ته وویل:«دا لار باید هېڅ وخت بنده نشي، دا یوه تجارتي، ټرانزیټي لار او موږ به په دې کې کوشش کوو، چې دغه زموږ کمېټې د دغې خلاصون کې کوشش وکړ او انشاالله زموږ هڅې به دوام لري او دواړه حکومتونو ته به نېکې مشورې ورکوو.»
د سوداګرو او قومي مشرانو ګډې جرګې غړی شاه خالد هم څرګنده کړه:«دلته د جنګ او جدال هېڅ ډول ګنجایش نشته، دلته دواړه طرفته د خلکو رشتې دي، خلک یو له بل سره په اړیکه کې دي.»
د تورخم دروازه ٢٧ ورځې وړاندې پاکستان د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د هر ډول تګ - راتګ پرمخ تړلې وه.
ورته مهال، سوداګر او پانګهوال وایي، د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله مېلیونه ډالره زیان ورته اوښتی دی. دوی وايي سوداګري دې له سیاسته جلا وساتل شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس غلام مصطفی رحیمي په دې هکله زیاته کړه:«دا لار دې د سیاست قرباني نشي او تجارت ټوله دنیا کې ازاد دی، بندرونه ازاد وي.»
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال عبدالولي بابکرخېل هم وویل:«دواړه غاړو سوداګرو ته د ورځې یو مېلیون ډالر تاوان اړوي، په ۲۷ ورځو کې به څومره تاوان سوداګرو ته رسېدلی وي.»
تورخم کې د خصوصي ټرانسپورټ استازی اول نظیر اتمانزی وايي:«اسلاماباد کې چې مالټه پخه شي په کابل یې خورو او په کابل کې چې مڼه پخه شي په اسلاماباد یې خورو، دا زموږ ګناه څه ده؟ لارۍ مو تباه شوې، کرایه ګانې مو په ګېډو وخوړې.»
بل پلو په تورخم کې ځینې مسافر او موټر چلوونکي د تورخم دروازې پرانیستو ته خوشحاله دي او په دې برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی امینالله طلوعنیوز ته وویل:«لاره بنده پاتې نشې، دوامداره خلاصه شي، رنګارنګ میوې او سبزۍ خوسا شوې کوزه هم خرابېږي او دلته هم خرابېږي.»
مسافر حماد هم څرګنده کړه:«ها پلو هم پښتانه دي او دې پلو هم، د یوه وطن پښتانه دي، یو خلک دي، دا لار دې تل پرانیستې وي او بېرته دې بندېږي نه که ستونزې پېښېږي، مشران دې یې د خبرو له لارې حل کوي، لارې دې نه بندوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله وقفهيي نښتې هم شوې دي، چې له امله یې دغلته په سلګونه مېشتې کورنۍ بېځایه شوې وې.
په دې اړه مو اندونه