Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د څار بنسټ: پاکستان دې د افغان کډوالو له جبري ایستلو لاس واخلي

د بشري حقونو د څار بنسټ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه نیوکه کړې او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغان کډوالو له زور زیاتي او جبري ایستلو څخه ډډه وکړي.

د دغه سازمان په یوه راپور کې راغلي، چې دغه کډوال د اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله له افغانستانه وتلي او باید ملاتړ یې وشي.

د بشري حقونو د څار د اسیا مشر الین پیرسون په دې هکله ویلي:«پاکستاني چارواکي باید ژر تر ژره د افغانانو د ایستلو مخه ونیسي او هغو کسانو ته چې له وتلو سره مخ دي د ملاتړ فرصت ورکړي.»

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان محمدزی په دې هکله وايي:«د پاکستان حکومت چې پر کډوالو پرله‌پسې فشارونه راولي، دا خپله د کډوالو له حقوقو ښکاره سرغړونه ده او له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې ده. اړتیا ده چې پاکستان د افغانستان وضعیت درک کړي او د کډوالو ایستل په یوه بل مناسب وخت کې ترسره کړي.»

ورته مهال اکسپرس ټربیون راپور ورکړی، چې د پاکستان امنیتي چارواکو په راولپنډۍ ښار کې د شخصي استوګن‌ځایونو د ساتونکو تر څارنې لاندې عملیات پیل کړي دي.
 
په دې راپور کې راغلي، چې د راولپنډۍ د استخباراتو کمېټه هڅه کوي په دغه ښار کې د افغان وګړو او مجرمینو د ګومارنې او حضور مخه ونیسي.

په همدې حال کې په پاکستان کې، ځينې افغان کډوال د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې په دغه هېواد کې د هغوی ننګونو ته رسېدنه وکړي. 

په پاکستان کې بل افغان کډوال محمد رضا سازش هم څرګندوي:«په دې وروستیو کې یې ټولو کډوالو ته ستونزې جوړې کړې دي. موږ نه شو کولی ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شو او په کور کې پاتې یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له نا قانوني افغان کډوالو او د ACC کارت لرونکي کسانو څخه غوښتي، چې د مارچ په ۳۱ له دغه هېواده ووځي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه