Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په تړاو د امریکا پر نا روښانه پالیسیو نیوکې

افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ نا روښانه پالیسیو امریکا کې هم نیوکې را پارولې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د مخکیني ځانګړي استازي ستر سلاکار بارنټ روبین ویلي، د ګډو ارزښتونو د روښانه تعریف نشتوالي او د افغانستان په کورنیو چارو کې په پر لپسې توګه د لاسوهنو لپاره د واشنګټن د لېوالتیا له امله د افغانستان پر وړاندې د امریکا تګلاره نا روښانه پاتې ده. 

بارنټ روبین په یوه مقاله کې ویلي: «د ټرمپ ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه کومه پالیسي نه ده اعلان کړې، لږ تر لږه د دې لپاره باید مننه وکړئ. د سپارښتنو لپاره هیڅ اساس نشته، دا ګډو اهدافو او ارزښتونو ته اړتیا لري چې نه ښکاري. په افغانستان کې د امریکا د لاسوهنې تاریخ د څو لسیزو کیسه ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په باور ولاړه ده. ما شخصاً دغه ډیرې ناکامۍ له نږدې لیدلي دي.»

روبین د افغانستان په اړه د امریکا سیاستونه یوه پېچلې مسله بللې او زیاته کړې یې ده چې امریکا پخوا هم د افغانستان د وضعیت په اړه سم پوهاوی نه درلود.

هغه په دې مقاله کې ویلي: «په افغانستان کې د سپټمبر له یوولسمې وروسته نړۍوال عملیات د ناسم پوهاوي پر بنسټ وو چې یوه نا منسجمه پالیسي یې رامنځ ته کړه. ملګرو ملتونو او ډېرو افغانانو فکر کاوه چې نړۍواله همکاري به له افغانانو سره د سولې او یا هم ډیموکراسۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. امریکا هم فکر کاوه چې په نه پایته رسېدونکې جګړه کې به بریا او د امریکا واک بېرته ټینګ کړي، خو دا دواړه ناسم وو.»

خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي له امریکا سره د اړیکو څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري و ویل: «زما وړاندیز امارت اسلامي ته دا دی چې باید له امریکا سره د خبرو لپاره ځان چمتو کړي. که چیرې امریکا غواړي د افغانستان سره د خبرو دروازه پرانیزي، نو باید چمتووالی ولري.»

د سیاسي چارو بل شنونکی، محمد اسلم دانشمل وایي: «اسلامي امارت باید د دوحې تړون پر ټولو مادو له سره غور وکړي او په هغو مسایلو چې له امریکا سره ستونزه لري، د حل لاره پیدا کړي.»

په امریکا کې د نوي حکومت له راتګ وروسته ډانالډ ټرمپ په ځلونو له افغانستانه د دغه هېواد پر وتلو، د پاتې پوځي تجهیزاتو او د بګرام هوايي اډې په اړه نیوکې کړې دي.

د افغانستان سرپرست حکومت که څه هم له امریکا سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی، خو وايي ټرمپ د افغانستان د وضعیت په اړه کره معلومات نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه